Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ډبرو له سکرو د انرژۍ تولید ته د چينايي پانګوالو لېوالتیا

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې ځينو چینايي پانګوالو د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د پانګونې په تړاو د دغه وزارت له سرپرست عبداللطیف منصور سره د لیدو پر مهال د ډبرو له سکرو د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند وایي، د دغه وزارت سرپرست د انرژۍ په برخه کې د پانګونې په هکله پانګوالو ته معلومات ورکړي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وویل:«د نوموړو شرکتونو مسوولانو د انرژۍ د تولید په پروژه کې لېوالتیا ښودلې او د وزارت له خوا هم د همکارۍ ژمنه شوې ده.»

بل خوا، د چینایي شرکتونو مسوول له اسلامي امارته غواړي چې د پانګوالو لپاره چینايي پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په افغانستان کې د چینایي شرکتونو مسوول یو مینګ هوی طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان د بېلابېلو انرژیو سرچینه ده، او زموږ د اوږدې مودې پانګونې لپاره باید طالبان په مختلفو سکټورونو کې سروې ترسره کړي.»

د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب هم وویل:«که‌چېرې نړۍواله پانګونه د کورنیو پانګوالو له همکارۍ او د خپله دولت له لوري ښه مالي او هڅوونکې ملاتړ وشي، ډاډه واوسئ چې د افغانستان د برېښنا ستونزه ډېر ژر حل کېږي.»

چین هغه هېواد دی چې په افغانستان کې د کانونو تر ټولو لوی تړونونه ورسره دي. د لوګر د مس عینک کان د استخراج او د امو سیند د نفتي حوزې تړونونه دوو چینایي شرکتونو ته سپارل شوي دي.

د چینایي شرکتونو مسوول له اسلامي امارته غواړي چې د پانګوالو لپاره چینايي پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه