Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍوال بانک: په افغانستان کې د اقتصادي پړسوب یا انفلاسیون کچه ټیټه شوې

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د مارچ تر میاشتې په افغانستان کې د پړسوب یا انفلاسیون بیې ۱ اعشاریه ۹ سلنه کموالی موندلی دی.

نړۍوال بانک په دغه راپور کې ویلي د سیمې ځينې هېوادونه په ځانګړې توګه افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ دی او دغه ناورین په هېواد کې د اقتصادي ودې د راکمېدو لامل شوی دی.

ورته مهال اقتصاد وزارت د پیسو سیاستونو غوره تطبیق، د عوایدو او د صادراتو زیاتوالی په هېواد کې د انفلاسیون د بیې کموالی ګڼي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي:«د نړۍوالې ټولنې پراختیايي مرستو دقت، او پرله‌پسې وچکالۍ او اقلیمي بدلونونه د هېواد د اقتصاد پر ودې خپل منفي اغېزه لرلې ده؛ خو بیا هم د اقتصادي بریالیو سیاستونو، د ځينو مهمو اقتصادي برخو کړنه له هغې ډلې، د افغانۍ د ارزښت ثبات، د پړسوم د بیې کموالی، د صادراتو او ملي عوایدو زیاتوالي مثبت بدلونونه راوړي دي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې، په هېواد کې د بېکارۍ له امله د کورنیو عواید راکم شوي او ورسره د اقتصاد نه وده د بې وزلۍ د پراخېدو لامل شوې ده.

 د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود طلوع‌نیوز ته وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان مرستې دې اغېزمنې شي. بشرپالې او د خوړو د خوندیتوب مرستې دې په اقتصادي مرستو بدلې شي. اقتصادي مرستې کولای شي چې له موږ سره د بې‌وزلۍ په برخه کې ډېره مرسته وکړي. ترڅنګ یې د خوړو د خوندیتوب او بشرپاله مرستې کولای شي چې د اقتصادي مرستو له لارې وشي او په حقیقت کې بازار پياوړی کړي.»

له دې سره سم، د کانونو او صنایعو خونه وايي، په هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره باید پر کانونو، کرنې او نورو بنسټيزو پروژو پانګونې ډېرې شي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د کموالي لپاره، په هېواد کې ښه فرصتونه او وړتیاوې موجودې دي. د کانونو له ایستلو نیولې د افغانستان د صنعت تر پیاوړتیا پورې او همدارنګه د افغانستان د اوبو او کرنې مدیریت کولای شي چې د بې‌وزلۍ په کموالي کې اغېزمن  پرېوزي.»

د نړۍوال بانک د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې اوسنی اقتصادي وضعیت د نړۍوالو د مرستو د دوام له امله له ثباته برخمن دی او تمه ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې د تولید د ودې بهیر ګړندی شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه