د مالیې وازرت ویاند احمد ولي حقمل وايي چې په هېواد کې د تازه مېوې او سبزیو د صادراتو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ښاغلی حقمل زیاتوي چې د صادراتو د ودې لپاره د تورخم او سپین بولدک په بندرونو کې ګمرکي فعالیتونه ۲۴ ساعته او ۱۶ ساعته شوي دي.
احمد ولي حقمل طلوعنیوز ته وویل:«د هېواد په ګمرکونو کې د تازه مېوې او سبزیو د صادراتو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د مالونو د پړاوونو په کچ کولو کې تازه مېوې او سبزیو ته د لومړیتوب حق ورکول کېږي.»
بل خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې د ۲۳ مېلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«د ۲۳ مېلیون ډالرو په ارزښت له هېواده ډېره صادره شوې مېوه لکه زردالو، مڼې، ډول ډول الوګان، تازه انځیر، هندوانه، خټکی، ځمکني توت او کیوي هند، پاکستان، تاجیکستان، ترکیې، متحد عربي اماراتو، اتریش، هالنډ، کاناډا او امریکا ته صادره شوې ده.»
اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د تازه مېوې د صادراتو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده چې نور هوایي دهلیزونه فعال شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی په دې هکله وايي:«تازه مېوه او حساس مالونه یوازینۍ لار یې هوايي ګوریډور دی چې ژر تر ژره باید ولېږدول شي او هغه هم له ځانګړو امنیتي او چاپېریالي شرایطو سره چې له بده مرغه موږ اوس دغه امکانات نهلرو.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې په وروستي کال کې نږدې ۸۰۰ زره ټنه سبزیجات او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده او هڅه کېږي چې دغه صادرت یو مېلیون ټنو ته ورسوي.
په دې اړه مو اندونه