Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنجشېر کې کان کیندونکو د زمردو د استخراج اجازه ترلاسه کړه

د پنجشېر ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د زمردو کانونو د استخراج کار په رسمي توګه پېل شو او تراوسه ۲۰۰ کان کیندونکو ته د استخراج جوازونه وېشل شوي دي.

هغو چارواکو چې د زمردو د کانونو د استخراج د کار په رسمي پرانیستغونډه کې یې حضور درلود، زیاته کړې ټاکل شوې چې ۳۰۰ کان کیندونکو ته هم د کار جوازونه ورکړل شي.
 
د پنجشېر والي محمد حکیم آغا په دې هکله وویل:«څو نور کانونه چې د کانونو په وزارت دلته کشف کړي دي، پر هغو هم کار روان دی. ان‌شاالله هیله لرم چې هغه کانونه ډېر ژر په پنجشېر ولایت کې پرانیستل شي.»

د پنجشېر نظامي کمېسیون رییس رحمت الله هجرت هم وايي:«د حکومت حق، حق وګڼئ. کله چې حکومت حق وايي د افغانستان د ملت حق دی. د افغانستان د ټول ملت لپاره عرضه کېږي. هغه حق باید له بشپړ اخلاص، صادقانه او له هغې ژمنې سره چې ومو کړه، له ژمنتیا سره هغه ادا کړئ.»

ورته مهال، د پنجشیر د کانونو او پترولیم رییس وایي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د زمردو ۷۵۰ کانونه شتون لري او کابو ۲۰ ډوله نور کانونه هم په دغه ولایت کې کشف شوي دي.

د پنجشېر د کانونو او پترولیم رییس محمد قاسم امیري په دې هکله وویل:«په پنجشېر ولایت کې د زمردو کابو ۷۵۰ کانونه موجود دي چې سروې او ثبت شوي دي. ۲۰۰ تنه راغلل، خپل جوازونه یې ترلاسه کړل او ښايي نن په کار پېل وکړي.»

د پنجشېر د استخباراتو رییس عبدالهادي امین څرګنده کړه:«د ځينو ناوړه استفادو له امله چې دلته کېدې، د کانونو کار ځنډول شوی و.»

پنجشېر کې د کانونو یو شمېر استخراج کوونکي وایي چې په اوسنیو شرایطو کې د دغه ولایت په کانونو کې کار کول ورته د عایداتو یوازینۍ لار ده.

د زمردو استخراجونکی سیدالله وویل:«د دې لپاره چې موږ نور کارو بار او سوداګري نه‌لرله، زموږ بوختیا همدا کانونه وو. زښته ډېر کان کيندونکي بې‌کاره شوي دي.»

د پنجشیر د کانونو او پترولیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې ۲۰ نور کانونه هم کشف شوي او تمه ده په نږدې راتلونکي کې د دغه ولایت د وسپنې د استخراج کار هم پیل شي.

د پنجشیر د کانونو او پترولیم رییس وایي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د زمردو ۷۵۰ کانونه شتون لري او کابو ۲۰ ډوله نور کانونه هم په دغه ولایت کې کشف شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه