Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مک‌کال: سپینه‌ماڼۍ له افغانستان سره د امریکا پر مرستو باید جدي څارنه وکړي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مک‌کال له افغانستان سره د امریکا په مرستو کې د اسلامي امارت پر لاس‌وهنې نیوکه کړې ده.

مایک مک کال د بایډن پر حکومت له نیوکې سربېره زیاته کړې، سپنه ماڼۍ باید له هغو مرستو چې افغانستان ته لېږل کېږي په جدي توګه څارنه وکړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سید مسعود په دې هکله طلوع‌‌نیوز ته وايي:«د امریکا د مرستو سېل تر کابو دوه مېلیارد ډالرو او په ټول کې تر څلور یا پنځه مېلیارد ډالرو پورې، چې طالبانو ته رسېدلي، دا په حقیقت کې په خپله د دې معنا لري چې د افغانستان واکمني د امریکا له خوا په مستقیمه او غیره مستقیمه توګه پياوړې کېږي.»

خو اسلامي امارت بیا د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، په افغانستان کې د نړۍوالو مرستې د مرستندویانو له لوري وېشل کېږي او اسلامي امارت د یادو بنسټونو په چارو کې لاس‌وهنه نه‌کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه:«بهرنۍ مرستې د موسسو له خوا تطبیق کېږي، ټول واک د موسسو په لاس کې دی چې د پیسو او لګښتونو موضوعګانې یې کنترولوي. د افغانستان اسلامي امارت یوازې بیروني کنټرول لري. په هغو ځایونو کې چې مرستې وېشل کېږي، د موسسو امنیت نیسي او حقیقي اړمنو ته د مرستو په وېش کې د روڼتیا لپاره، کله چې شکایت وشي، اسلامي امارت له موسسو سره همکار دی.»

له بل لوري د اقتصادي چارو ځینې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې، د بشري مرستو د وېشنې په بهیر کې د سرپرست حکومت لاس‌وهنه د دې لامل شوې چې، ډېری مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره د خپلو مرستو په کچه کې کموالی راولي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي وايي:«په افغانستان کې د مرستو په وېش کې د اوسني حکومت لاس‌وهنه ښايي په بهیر منفي اغېز ولري او ښايي چې مرستې کمې شي.»

سیګر د سې‌شنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې ته په خپل شپېتم راپور کې ویلي، امریکا له دوو کلونو راهیسې له افغانستان سره ۲٫۳۵ مېلیارد ډالره مرسته کړې او د دغه راپور له‌مخې اسلامي امارت هم په دې مرستو کې لاس‌وهنه لري.

اسلامي امارت بیا د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، په افغانستان کې د نړۍوالو مرستې د مرستندویانو له لوري وېشل کېږي او اسلامي امارت د یادو بنسټونو په چارو کې لاس‌وهنه نه‌کوي.

شریک یي کړئ