په وروستۍ یوې اوونۍ کې د هېواد په بازارونو کې د ډالر بیه له درېیو تر څلورو افغانیو کمه شوې ده.
د کابل د شهزاده سرای یو شمېر صرافان وایي، چې اوسمهال یو امریکایی ډالر په ۸۱ افغانیو تبادله کېږي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د لوړېدو لامل په ورځنیو راکړو ورکړو کې د ټولو هېوادوالو له لوري د افغانیو کارول ګڼي.
صراف فیص الرحمان ناصري د طلوعنیوز خبریالې ته وویل:«هره اوونۍ د مرکزي بانک له خوا د دالرو لېلام دی چې په اوونۍ کې دوه ځلې ډالر په بازارونو کې لېلام وي. د خصوصي بانکونو پلور هم جریان لري.»
بل پلو، د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي چې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره اړتیا ده، چې د هېواد په بازارونو کې ډالر په دوامداره توګه لېلام شي او له هېواده بهر ته هم د ډالرو د قاچاق مخه ونیول شي.
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځيرک وویل:«تر ډېره کارو بار په افغانیو شوی او د افغانستان بانک هم د اړتیا پر بنسټ ډالر لېلام وي.»
خو د کابل ځينې اوسېدونکي زیاتوي، سره له دې چې د ډالرو بیه کمه شوې ده، خو د وارداتي توکو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د کابل اوسېدونکی غازی ګل وايي:«د ډالرو بیه راټیټه شوې؛ خو هټۍوال د خوراکي توکو بیه نه راټیټه وي.»
د کابل بل اوسېدونکی حبیب الرحمان رحماني هم څرګندوي:«کله چې ډالر راټیټېږي، هټۍوال هم باید توکي ارزان کړي. کله چې ډالر راټیټېږي او بیې لوړې وي، دا بې انصافي ده.»
تر دې وړاندې د افغانستان بانک ویلي و، چې په تېر یو کال کې افغانۍ د هغو نهو هېوادونو د پولي واحدونو په ډله کې راغلې چې ارزښت یې ښه ثبات لرلی دی.
په دې اړه مو اندونه