د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې د زعفرانو صادراتو د تېرو کلونو پرتله زیاتوالی موندلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې زعفرانو د افغانستان د یوه مشهور محصول په توګه په هېواد، سیمې، او نړۍ کې ښه بازار پیدا کړی دی.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې په هېواد کې د زعفرانو د کرکېلې د دودېدو لپاره یې بېلابېل پروګرامونه په پام کې نیولي دي او د افغانستان د زعفرانو په نوم یې د نورو هېوادونو د زعفرانو د صادراتو مخه نیولې ده.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت صباح الدین مستعین وايي:«په وروستیو کلونو کې د افغانستان د زعفرانو بازار کمرنګه شوی و؛ خو د اسلامي امارت له راتګ او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له هڅو سره، د نورو هېوادونو زعفران [چې مخکې په قاچاقي توګه] هېواد ته رادننه کېدل او د افغانستان په نوم به نورو هېوادونو ته صادرېدل، اوس په بشپړه توګه د دغه بهیر مخهنیول شوې ده.»
بلخوا، د سوداګرۍ او پانونګونې خونه وایي، چې د افغاستان زعفران د نورو هېوادونو په بازارونو کې ښه بازار لري او باید د دغه بوټي صادرات په منظم ډول دوام ومومي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوی خان جان الکوزی وايي:«تېر کلونه زعفران ارزانه شوي وو او د هغه تولید هم کم شوی وو، خو سږکال د زعفرانو تولید ښه دی او تر ۳۰ ټنو به ورسېږي. او د دغه بوټي صادرات هم په نورماله توګه روان دي.»
سوداګر محمد ناصر صادقي هم څرګندوي:«د زعفران بازار ډېر تحولات لري او د اسعارو د بازار په توګه متحول وي. او دغه بدلونونه د دې لامل کېږي چې د هغه ګټه او زیان ډېر څرګند نه وي. تېر کال یو کیلو زعفران په نړۍوالو بازارونو کې تر ۱۲۰ زره افغانیو پلورل کېدل؛ خو سږکال له بده مرغه تر ۵۰ سلنې د زعفرانو بیه رالوېدلې ده یعنې اوس په نړۍوالو بازارونو کې یو کیلو زعفران کابو ۷۰ تر ۸۰ زره افغانیو پېر او پلور کېږي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، تېرکال افغانستان سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، امریکا متحده ایالتونو، اسپانیا، هالنډ، اسټرالیا او مراکش ته ۵۱ زره کیلو زعفران صادر کړي دي.
په دې اړه مو اندونه