د افغانستان بانک، په سوېل لوېدیځه حوزه کې له هېوادوالو غوښتي چې په خپلو ټولو راکړو ورکړو کې، له افغانیو کار واخلي.
د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري وايي چې د کندهار، هلمند، زابل، روزګان او دایکندي ولایتونو اوسېدونکو ته د بهرنیو پیسو د کارولو د مخنیوي لپاره دوه نیمې میاشتې وخت ټاکل شوی دی.
د نوموړي په وینا له دې وروسته له هغو کسانو سره چې په خپلو راکړو او ورکړو کې له بهرنیو اسعارو کار اخلي، قانوني چلند کېږي.
حسیب الله نوري په دې هکله وویل:«د دغو ولایتو اوسېدونکو ته دوه نیمې میاشتې وخت ورکړل شوی چې خپلې ټولې راکړې ورکړې په افغانیو عیارې کړي او له سیمهییزو اسعارو له کارونې ډډه وکړي.»
بلخوا، د هېواد د سوېل ځينې اوسېدونکي د افغانستان بانک دغه اقدام د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات لپاره مهم بولي.
د کندهار اوسېدونکی محمد اکرم وايي:«دا چې په هر هېواد کې د هغه هېواد ملي پېژاند د هغه هېواد پیسې دي، زموږ ملي پېژاند او هویت کلدارې نه بلکې افغانۍ دي.»
اخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د افغانیو د دودولو لپاره د هېواد د مرکزي بانک له اقدامه هرکلی کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء رییس خان محمد سرفراز باز څرګندوي:«له نېکه مرغه خبر شو او دا چې شمېر کره دی او که نه، تر کومه ځایه چې موږ خبر لرو، ۱۰۰ مېلیارده افغانۍ چاپ شوي، د هغه ډېرې او یا کمې هېواد ته راغلی او موږ وینوو چې د پخوانیو او زړو افغانیو پر ځای نوې افغانۍ خپرې شوې دي.»
که څه هم د افغانستان بانک د اسلامي امارت د چارواکو په لاسلیک سره د نویو بانکنوټونو د چاپ په تړاو څه نه وایي، خو دغه نوې چاپ شوې پیسې د دغه بانک لخوا د هېواد بازارونو ته را اېستل شوې دي