Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سویس کې د افغانستان د اسعاري شتمنیو ۱۴۰ مېلیون ډالري ګټه

په سوېس کې د افغانستان د اماني صندوق د مدیره پلاوي یو غړی شاه محمد محرابي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي، چې د افغانستان شتمنۍ د جمهوري نظام تر سقوط مخکې کنګل شوې وې.

ښاغلی محرابي ټینګار کوي، چې د سویس یوه بانک ته لېږدول شویو ۳٫۵ مېلیارد ډالرو ۱۴۰ مېلیون ډالره ګټه کړې ده.

شاه محمد محرابي په دې هکله وویل:«تر اوسه د دې ګټې په تړاو کومه پرېکړه نه‌ده شوې، زما دريځ ډېر څرګند دی، زه غواړم چې دا پیسې د افغانستان بانک ته ولېږدول شي او پر بنسټ یې اقتصادي ثبات رامنځته شي، خو دلته د امریکا د مالیې وزارت او بهرنیو چارو وزارت شرایط چې باید د پیسو سپينول او مالیاتي ضد فعالیتونه کنټرول شي او دغه راز ظرفیتونه لوړ شي، هم شته. نو پر دغو دوو اندېښنو د غور لپاره چې امریکا یې لري، امریکا د تفتیش یوه ډله هم ګومارلې چې د افغانستان بانک وارزوي.» 

شاه محمد محرابي زیاتوي، د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو لپاره اړتیا ده، چې د افغانستان بانک د امریکا متحده ایالتونو او د اروپایي بانکونو باور خپل کړي.

په سویس کې د شتمنیو د ساتنې صندوق غړی شاه محمد محرابي وايي:«موږ هماغې مسئلې ته ستنېږو، چې وړاندې مو یې وړاندیز وکړ، یعنې باور جوړونې ته، دا باور جوړونه ځکه مهمه ده، چې یوازې امریکا نه‌ده، یو شمېر اروپایي بانکونه هم دي، چې شاوخوا دوه مېلیارده ډالره په‌کې دي، چې باید له د افغانستان بانک سره په اړیکه کې وي.»

شاه محمد محرابي د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاتوي، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستو کڅوړې، د پیسو د حوالو زیاتوالی او په راکړو ورکړو کې د افغانیو کارول د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د زیاتوالي لاملونه دي.

هغه وویل:«ډېر لاملونه شته چې د یو هېواد د اسعارو پر ارزښت اغېز کوي، په افغانستان کې ګڼ لاملونه دي، چې یو یې په راکړه ورکړه کې پر بهرنیو اسعارو بندیز دی او په افغانستان کې دننه په سوداګرۍ کې د افغانیو کارول دي. لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، مرکزي بانک په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او اعلان یې کړی چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به ټولې راکړې ورکړې په افغانیو ترسره شي.»

شاه محمد محرابي دغه راز  ټینګار کوي، چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال له جنوري تر جولای میاشتې پورې له افغانستانه د ۹۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې د تېرکال پرته درې سلنه زیاتوالی ښيي.

ښاغلی محرابي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کوي، چې د سویس یوه بانک ته لېږدول شویو ۳٫۵ مېلیارد ډالرو ۱۴۰ مېلیون ډالره ګټه کړې ده.

شریک یي کړئ