د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو بند د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د پروژې کار د شپږ نیم مېلیون ډالرو په ارزښت پېل شو.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغې پروژې د جوړولو د چارو د پېل په مراسمو کې د دغې پروژې جوړېدل، د وارداتي برېښنا د اړتیا د خلاصون په برخه کې یو مهم ګام وباله.
په دغې پروژه کې یوه خصوصي شرکت پانګونه کړې ده.
ښاغلي برادر ټنیګار کړی چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د پروژې د بشپړولو لپاره هم هڅې روانې دي.
ملا عبدالغني برادر په دې هکله وویل:«د برېښنا اهمیت ته په کتلو اسلامي امارت وپېتلی چې له ترکمنستان څخه د راتلونکې پروژې د پاتې چارو د بشپړولو لپاره د دغې پروژې تړون د یوه کان په بدل کې افغان انوېسټ شرکت ته وسپاري. چې په دې سره به ۵۰۰ کیلو ولټه لین کې د سلګونو مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابره شي.»
بل خوا، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي چې تړوني شرکت د شپږنیم مېلیون ډالرو په پانګونې سره د لس مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژې چارې پېلوي او ورپسې به د ترهخېلو په سیمه کې د لس مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه پېل شي.
د انرژۍ او اوبو عبداللطیف منصور وايي:«له کوم شرکت سره چې کوم تړون شوی دی هغه په دې کې پانګونه کوي، کابو شپږنیم مېلیونه دي، دوی به خپله پانګونه کوي او دغه سولر به دلته لګوي.»
د تړوني شرکت مسوول محسن سبحاني څرګندوي:«په ځينو خلکو مستقیمه او غیر مستقیمه اغېزه لري. کهچېرې موږ اټکل وکړو په دغې پروژه کې څه باندې زر تنه فعالیت کوي؛ خو د هغې مستقیمې اغېزې یې پر لسګونو زرو دي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت شمېرې ښيي، چې اوسمهال په هېواد کې د لمریزې برېښنا شپږ لویې پروژې شته او افغانستان د ۲۲۲ زره مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري.
په دې اړه مو اندونه