Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ترکمنستان سره د ټرانزیټي بندر د جوړولو لپاره د اسلامي امارت طرحه

اسلامي امارت ویلي چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یوه ټرانزیټي بندر جوړېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي چې د دغه مسیر د جوړولو لپاره لګښت مشخص شوی او د دغې پروژې د عملي کولو لپاره هڅې دوام لري.

ذبیح الله مجاهد په دې هکله څرګنده کړه:«یوه بله نوې لار په پام کې لرو چې د بالامرغاب له لارې له ترکمنستان سره یې ولرو. پر دغې لار کار روان دی او پروژه یې تعیین شوې. له شرکتونو سره خبرې کېږي چې د دغې لارې د جوړښت لپاره تړون وشي او پرې عملي کار پېل شي.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت، د بالا مرغاب ولسوالۍ د مورچاق سیمې له ارزونې او د ولسوالۍ د اوسېدونکو د غوښتنو په اړه خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې له ترکمنستان سره د ټرانزیټي بندر د جوړولو په تړاو د دغه وزارت د سرپرست د سفر راپور به هم ژر د اسلامي امارت رهبر ته وړاندې کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت ویاند حمدالله فطرت وايي:«ښاغلي نوري او مله پلاوي یې سیمه له نږدې لیدلې او څېړلې ده. همدارنګه د خلکو غوښتنې یې له نږدې اورېدلي دي او راپور یې د امیرالمومنین له مقام سره شریک کېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا، د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې له ترکمنستان سره د ټرانزیټې بندر جوړېدل د هېواد سوداګرۍ او اقتصاد د پراختیا لپاره ګټور بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند څرګندوي:«هغه بندر چې په بالامرغاب کې جوړېږي، تر ټولو ښه بندر به وي. له دغه بندره هم غوړ او هم اوړه راوړېل کېدای شي چې په دغه بندر کې ډېر ژر د اړتیا وړ مسایل نصب او جوړ کړي.»

اسلامي امارت بیا داسې مهال له ترکمنستان سره د نوي بندر له جوړېدو خبر ورکوي چې اوس‌مهال له دغه هېواد سره د فاریاب آقینه او د هرات تورغونډۍ بندرونه فعال دي.

سربېره پر دې، په بلخ کې له ازبیکستان سره د حیرتان بندر، له تاجیکستان سره په کندوز کې د شیرخان او په تخار کې د ای خانم بندرونه، له ایران سره د هرات د اسلام کلاه او په نیمروز کې د زرنج بندرونه، له پاکستان سره په کندهار کې د سپین بولډک، په ننګرهار کې د تورخم او په خوست کې غلام خان بندرونه هم د هېواد په اقتصاد او د سوداګریزې راکړې وړکړې او ټرانزیټ په برخو کې مهم رول لوبوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه