د خوړو نړۍوال پروګرام په تازه راپور کې افغانستان له سوډان وروسته د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې راغلی چې د خوړو د نه خوندیتوب په تر ټولو بد پړاو کې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، دمګړۍ ۶ اعشاریه ۸ مېلیونه کسان د لوږې په بیړني پړاو کې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویاند وحیدالله طلوع نیوز ته وايي، د بودیجې د کمښت له امله سږ زیزدیز کال د دغه پروګرام مرستې له ۱۳ مېلیونو کسانو، ۲ مېلیونو ته راټيټې شوې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویاند څرګنده کړه:«په روانه میاشت کې هم د خوړو نړۍوال پروګرام د بودیجې له کموالي سره مخ شوه او اړ شو چې دوه مېلیونه تنه نور هم له د مرستې رسونې له نوملړ څخه کم کړو.»
خو اسلامي امارت د خوړو د نړۍوال پروګرام د مرستو راکمېدل او د بودیجې کمښت لامل د نړۍ په هېوادونو کې د بې وزلۍ او مالي ستونزو ډېرېدل بولي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«نړۍ هم بېوزلي ګواښي. لوېدیځ او نور هېوادونه چې دغه موسسې تمویلوي، هغوی هم د بېوزلۍ له ستونزو سره مخ دي. یوازې افغانستان نهدی. بله دا چې په افغنستان کې د بېوزلۍ د ناورین د مخنیوي لپاره جدي اقدامات تر لاس لاندې دي.»
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کوي چې د سرپرست حکومت ټول مسوولان د بې وزلۍ کچې د راټيټولو او د کار موندنې په موخه د بېلابېلو پروژو د عملي کولو په برخو کې هلې ځلې کوي.
د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا وايي، په هېواد کې د بې وزلۍ او وزګارتیا لمن د تېر پرتله ډېره پراخه شوې او د نړۍ هېوادونو او نړۍوال بنسټونو د بشري ناورین د مخنیوي په موخه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د اقتصادي چارو شنوونکی اذرخش حافظي وايي:«نړۍوال موثق راپورونه او همدارنګه هغه حس او لسم کېدونکي واقعیتونه چې په هېواد کې شتون لري، د دې ښودنه کوي چې د افغانستان د خلکو د ژوند وضعیت له کړکېجن حالته د ناورین په لور خوځښت کوي. او په نړۍ کې د دویم بېوزلي او وږي هېواد مقام ترلاسه کول ډېر ګواښوونکی او ټکان ورکوونکی دی.»
د خوړو نړۍوال پروګرام د نوي راپور پر بنسټ، کانګو، سوېلي سوډان، بنګلهدېش، پاکستان، سومالیا، هیتي، کینیا او نایجیریا په ترتیب سره هغه هېوادونه ګڼل شوي چې ډېری اوسېدونکي یې له شدیدې لوږې سره مخ دي.