د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون په یوې غونډه کې صنعتګرو ته ډاډ ورکړ چې سرپرست حکومت د هېواد له کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي.
د دې سربېره، دغه کمېسیون په یوې خبرپاڼه کې ټولو حکومتي بنسټونو ته ماموریت ورکړی چې د هېواد له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.
دغه غونډه د صنعت او صنعتګرو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.
د دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، که د کورنيو تولیداتو کیفیت د بهرنیو پرتله ۱۰ یا ۱۵ سلنه ټیټ هم وي، دولتي ادارې مکلفې دي چې دغه توکي وکاروي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري طلوعنیوز ته وايي:«له هغې غونډې چې د ریاست الوزرا په اقتصادي معاونیت کې جوړه شوه موخه کورنیو سوداګرو، ملي تاجرانو د اسانتیاو رامنځه کول او په هېواد کې د اقصتادي ودې په موخه د بېلابېلو ارګانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي.»
د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې، د هېواد له کورني تولیداتو ملاتړ به د دې لامل شي چې هېوادوالو ته کاري فرصتونه زیات شي او د بې وزلۍ کچه به هم ورسره راټيټه شي.
د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«په هر اندازه چې د حکومت او خلکو له خوا د کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي په همهغه اندازه کولای شي له هېواده د اسعارو د وتلو مخه ونیسي، کاري فرصتونه رامنځته کړي او اقتصادي ودې په لور حرکت وکړو.»
ورته مهال د کانونو او صنایعو خونه بیا وايي، د صنعت د ودې لپاره باید اسلامي امارت صنعت کارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د دغې خونې د مسوولانو په وینا، د برېښنا کموالی او د کارخونو لپاره د مناسبې ځمکې نشتوالی یې اصلي ستونزې دي چې د صنعت پر کار و بار یې منفي اغېز کړی دی.
د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«له کورنیو تولیداتو استفاده یو ډېر ښه ګام دی. د ځمکې وېش ته دې چټکتیا ورکړي او همدارنګه د برېښنا په برخه کې بنسټيز کار ونه وکړي.»
تر دې مخکې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په بیلابیلو ولایتونو کې د ۳۹ صنعتي پارکونو د جوړېدو کار دوام لري او افغانستان په ۵۰ قلمه تولیداتو کې پر ځان بسیا شوی دی.
په دې اړه مو اندونه