Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصاد وزارت: بهر میشتي پانګوال هېواد ته د راستنېدو لپاره هڅول کېږي

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دوبۍ کې له ځينو سوداګرو سره لیدلي او په افغانستان کې یې د سوداګرو پر پانګونې ټینګار کړی دی.

 په دې کتنه کې ښاغلي نظري له ټولو هغو سوداګرو چې له هېواده بهر دي، غوښتي چې افغانستان ته راستانه شي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

عبداللطیف نظري په دې هکله وویل:«دوبۍ ته په سفر کې له ملي سوداګرو سره ښې او جوړونکې خبرې اترې وشوې او په هېواد کې پانګونې ته د ملي سوداګرو پراخه لېوالتیا موجوده ده.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې اوس‌مهال اړتیا ده چې د صنعت، کرنې، کانونو او انرژۍ په برخو کې پانګونې وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وايي:«کورني او بهرني سوداګر کولای شي چې په افغانستان کې په ګډه سره پانګونه وکړي، ونډه لرونکي شرکتونه جوړ کړي او په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې انرژۍ، کانونو، جوړونو او ودانیزو په برخو کې دې پانګونه وکړي.»

بلخوا، د اقتصادي چارو ځیني شنوونکي پر دې باور دي، چې په هېواد کې د بې وزلۍ د له‌منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې په هېواد کې بنسټيزې پانګونې وشي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي طلوع‌نیوز ته وايي:«په افغانستان کې د اقتصادي ودې او همدارنګه د اقتصادي پراختیا لپاره اړتیا ده چې د افغانستان پر بېخ‌بناوو پانګونه وشي او د افغانستان زیربناوې په بنسټيزه توګه جوړې او پراختیا پیدا کړي.»

تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي دي، چې  په هېواد کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د کانونو د استخراج په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له اخوا د کانونو د استخراج په برخه کې د اووه مېلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه