د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې امیرخان متقي ترکيې ته د خپل سفر په لړ کې د هېواد له پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو سره، هېواد کې په بشپړه توګه امنیت ټینګ شوی او پر بېلابېلو پراختیايي پروژو کار روان دی.
ښاغلي متقي په استانبول کې له مېشتو افغان علماوو، ملي سوداګرو، قومي مشرانو، د بنسټونو له ځینو رییسانو، محصلینو او کډوالو سره لیدلي او پر بېلابېلو مسایلو يې خبرې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ترکیې ته د ښاغلي متقي د سفر په هکله وویل:«امیرخان متقي د خپل سفر په لړ کې له ځينو ترکي سوداګرو او د خیریه بنسټونو له چارواکو او نورو شخصیتونو سره به لیدنې وکړي او په استانبول کې د اسلامي امارت له کونسلګرۍ او ډپيلوماټانو به لیدنه کړي.»
د عبدالقهار بلخي په خبره، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې فساد له منځه وړل شوي او د کابل کندهار سړک، اوبو بندونو او نورو پروژو کار روان دی.
ښاغلی بلخي زیاتوي، امیر خان متقي په ترکیه کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړی چې په استانبول کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ به يې د ستونزو حلولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالظهور مدبر طلوعنیوز ته وايي:«اوسنی نظام باید دننه په هېواد کې پانګوالو او پانګونې ته ښه زمینه برابره کړي او په اوسنیو شرایطو کې ګمرکي تعرفې کمې کړي او له خصوصي سکټوره ملاتړ وکړي.»
د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج هم وویل:«کهچېرې ښاغلی متقي له ښه پروګرام سره ترکیې ته تللي وي او ترکي چارواکو ته قناعت ورکړي، ترکیه کولای شي چې له افغانستان سره مرسته وکړي او په نړۍواله کچه افغانستان ته لابي وکړي.»
وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو سره هم په ترکیه کې د مهموم مسایلو په هکله له هغې ډلې پر امنیت، له نشه يي توکو سره پر مبارزې، اقتصاد او نورو مسایلو خبرې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه