Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خان‌جان الکوزی: ا.ا دې د افغانانو د پانګې د لېږد لپاره حل لار پیدا کړي

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه له ‌اسلامي امارته غواړي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د پانګې د لېږدولو لپاره لارې چارې پيدا کړي.

د دغې ګډې خونې رییس خان‌جان الکوزی زیاتوي چې افغان کډوالو په پاکستان کې کابو ۳ مېلیارد ډالره پانګونه کړې او د پاکستان ۳۰ سلنه اقتصاد د افغانانو پانګونه جوړوي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:«دلته یې ځمکې پاتې دي، بڼونه یې پاتې دي، کورونه یې پاتې دي او هټۍ یې باتې دي او بالاخره له افغانستانه تښتېدلي وو، بالاخره په پاکستان کې یې پانګونه پېل کړه. په دغې پانګونه کې افغانان نه یوازې کرایه ورکوله، له ۳۰ تر ۳۵ سلنې څخه زیات یې په اقتصاد کې اغېزه لرله.»

په افغانستان کې د ناروې د پناه غوښتونکو شورا، په دې هېواد کې د بشري ناورین په تړاو د اندېښنې سربېره وايي، ډېری افغان کډوال چې له پاکستانه ستانه شوي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
       
په افغانستان کې د پناه غوښتونکو د شورا سلاکار مدیره بېکي روبي وايي:«همدا تېره ورځ څه باندې ۷ زره کسان له تورخم واوښتل. کله چې خلک دلته را ورسېدل ډېری یې په سختو شرایطو کې وو. هغوی له ډیرو ورځو مزل وروسته دلته را رسېدلي وو. دوی اړ شوي وو چې د خپل سفر لپاره د کور ډېری شخصي وسایل وپلوري. موږ اوس هم جدي اندېښنه لرو چې دغه خلک به په افغانستان کې څه ډول مدغم شي او څه ډول به ژوند وکړي.»

اخوا، یو شمېر هغه کډوال چې له پاکستانه راستانه شوي وايي، هرڅه یې په پاکستان کې پاتې شوي او لنډمهالي حکومت ورته اجازه نه‌ده ورکړې چې خپله شتمني افغانستان ته راوړي.

خو اسلامي امارت وايي، پاکستان باید افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې خپلې شخصي شتمنۍ افغانستان ته راولېږدوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله څرګندوي:«هېڅوک حق نه‌لري چې د خلکو شخصي ملکیت ترې واخلي یا هغه غصب کړي. دا د هېچا حق نه‌دی او دا په اشخاصو پورې اړه لري او کولای شي چې بېرته یې افغانستان ته راوړي. موږ غیرقانوني فشارونه او غیرقانوني غوښتنې غندو.»

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د معلوماتو له مخې، افغان پانګوالو په پاکستان کې د یو نیم مېلیارده ډالرو په ارزښت، څه باندې ۴۰۰ کارخونې جوړې کړي چې سلګونو کسانو ته یې په‌کې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه