د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، افغانستان د هغو اتو هېوادونو په ډله کې دی چې وګړي یې د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دغو بنسټونو د یوه ګډ راپور په خپرولو سره ویلي، چې په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو احتمال شته.
د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په اړه په دغه ګډ راپور کې ویلي «افغانستان، کانګو، ایتوپیا، هایټي، پاکستان، سومالیا، سوریه او یمن هغه هېوادونه دي چې وګړي یې د خوړو د نه خوندیتوب له سخت ناورین سره مخ دي او اټکل کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې به یې د ژوند شرایط لاپسې خراب شي.»
بل خوا، د اقتصادي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي، چې هېوادوالو ته د کار د زمینې برابرېدل د خوړو د نه خوندېتوب ستونزه حل کولای شي.
د اقتصادي چارو شنونکي، محمد شبیر بشیري، و ویل: « له بده مرغه افغانستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو دی چې زیربناوې نه لري. موږ افغانستان کې په اقتصادي او ټولنیزو اړخونو کې اسانتیاوو لپاره کافي او ستراتیژیکې اقتصادي زیربناوې نه لرو.»
د اقتصادي چارو شنونکي، سیر قریشي هم په دې تړاو وویل: « په افغانستان کې سیاسي ناورین د کورنیو او بهرنیو پانګونې د کمښت لامل شوی دی او پانګونې کمښت په افغانستان کې د بې کارۍ لامل شوی دی.»
بل خوا، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال یو ځل بیا له نړۍوالو مرستندویو بنسټونو غواړي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري، طلوع نیوز ته و ویل: « د ژمي په رارسېدو سره موږ د مرستندویه بنسټونو او نړۍوالې ټولنې غواړو تر څو زموږ د هېوادوالو لاسنیوې وکړي.»
له دې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي، چې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د ۱۱۴ زره کسانو پر ستونزو د غور لپاره ۹۳.۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
دغه بنسټ زیاته کړې چې یوازې شپږویشت سلنه دغه پيسې یې ترلاسه کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا)، په خپل راپور کې ویلي: «په ټولیز ډول په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شویو ۱۱۴ زره کسانو ته د رسېدنې لپاره ۹۳.۶میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه د دغو پیسو یوازې ۲۶ سلنه ترلاسه شوي دي او د دې ډاډ د ترلاسه کولو لپاره چې د دغو زلزلو له امله زیانمن شوي خلک نور په پرانېستې فضا یا لنډمهالو پناه ځایونو کې ژوند نه کوي، نورې بودجې ته اړتیا ده.»
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر څرګنده کړه: « واکمن نظام باید یو میکانیزم جوړ کړي، او یو کمسیون جوړ کړي، چې مسلکي کسان ولري او په عین حال کې ریښتینې او ژمن اوسي.»
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام استازي او مشر له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې دوی له زیانمنو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او زیاته کړې یې وه، چې اوسمهال ۱۵ میلیونه وګړي د خوړو پیدا کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه