د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور ایران ته په خپل سفر کې، له تهرانه غوښتي چې د برېښنا تعرفې کمې کړي.
ښاغلي منصور له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د برېښنا د تامین په برخه کې د ایران پر ډېرې همکارۍ هم ټینګار کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد په دې هکله وايي:«نوموړی پلاوی چې د اوبو او انرژۍ محترم سرپرست وزیر یې مشري کوي، د مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو او همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت هم پهکې ګډون لري، ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د ایران هېواد د نیرو له وزیر سره د برېښنا د تړون د غځولو او د مناسبې تعرفې د ټاکلو په اړه لیدنه او خبرې وکړي.»
له دې سره هممهاله د افغانستان د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب وایي، چې د ایران وارداتي برېښنا پر هرات او فراه وېشل کېږي او باید د اوبو او انرژۍ وزارت د بدیلو لارو په لټه کې وي.
ښاغلی غالب زیاتوي:«دویم مزی چې له نورجهاد څخه د پل هاشمي سباسټېشن ته دی چې مخکې نړۍوال بانک غوښتل پیسې یې ورکړي، له بده مرغه د نظام له بدلون سره هغه درېدلی، هغه د اوس لپاره د هرات لپاره یوه حل لار کېدای شي؛ ځکه پوهېږم چې اوس د سلما بند اوبه کمې وي، دومره اوبه نه وي چې برېښنا تولید کړي. »
د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا هم څرګندوي:«کهچېرې د هغې برېښنا په برخه کې مطمیناً د ۵ میګاواته برېښنا موږ ته تامین کړي، ترڅنګ یې کولای شو چې ډېره کاري زمینه برابره کړو، د هغه ترڅنګ د تولید کچه لوړېږي او موږ اقتصادي ودې ته نږدې کوي.»
تر دې وړاندې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د ایران د کرنې او انرژۍ له وزیرانو سره د کابل او تهران ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه