Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نورالدین عزیزي په مشرۍ پاکستان ته د اسلامي امارت د جګپوړي پلاوي سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان، پاکستان او ازبیکستان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته سفر کړی دی.

په دغه سفر کې د مالیې، ټرانسپورټ، هوايي چلند او بهرنیو چارو وزارتونو او د هېواد د خصوصي سکتور استازي د نورالدین عزیزي ملتیا کوي.

ښاغلی عزیزي وايي چې په دې غونډه کې به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې پر پراختیا او اسانتیاوو خبرې وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند نورالدین عزیزي په دې هکله وویل:«موږ یوازې همدا پروګرام نیولی چې له نږدې درې اړخیز مذاکرات لرو او د دې سربېره په کراچۍ کې د وروستیو رامنځته شویو مسایلو په هکله هم دوه اړخیز مذاکرات لرو ان‌شاالله چې د خبرو اترو او ډپيلوماسۍ له لارې حل شي.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي هڅه کېږي چې په دغه سفر کې له پاکستانه د افغان کډوالو د شتمنیو د لېږد په تړاو هم خبرې وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند وايي:«په پاکستان کې زموږ هېوادوالو پانګونه کړې، هڅه کېږي یو ښه میکانیزم جوړ شي چې شتمنۍ په خوندي ډول هېواد ته راولېږدول شي.»

بلخوا، ځينې سوداګر وایي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او باید پر ستونزو یې غور وشي.

سوداګر محبوب الله محمدي څرګندوي:«له بده مرغه له ډېرې مودې راهیسې له پاکستان حکومت سره زموږ سوداګریزې ستونزې پر خپل ځای دي؛ ځکه د سیاست او اقتصاد ګډول د پاکستان د سیاسي پروګرامونو برخه ګرځېدلې ده.»

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت یوه جګپوړي پلاوي ایران ته سفر وکړ او له ایراني چارواکو سره یې په اقتصادي او سیاسي برخو کې د همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه