د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د هغو درې زره سوداګریزو توکو کانټینرونو د حل لار موندلو لپاره چې په پاکستان کې بند پاتې دي، خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد په وینا، هغه پلاوی چې له کابله اسلام اباد ته تللی په پاکستان کې په خوندي توګه د افغان کډوالو د شتمنیو د لېږد په هکله هم د دغه هېواد له چارواکو سره به هم خبرې اترې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په پاکستان کې افغان وګړو او سوداګرو اجازه ترلاسه نه کړه چې خپلې شتمنۍ افغانستان ته ولېږدوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته وايي:«هیلهمن یوو چې دا سفر ګټور وي، او سوداګریز مسایل به هم حل کړي چې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او همدارنګه د کډوالو شتمني به هم وڅېړي.»
بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په کتنه کې د افغان سوداګرو د درې زره کانټېنره ټرانزیټي توکو د پرېښودو په تړاو خبرې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد څرګندوي:«په دغې لیدنه کې به د سوداګرو د څه باندې ۳ زره کانټینرونو سوداګریزو توکو د درېدو په هکله چې د کراچۍ په بندر کې دي. پر هغوی به هم بحث وشي. همدارنګه پر دوه اړخیزو مذاکراتو به هم بحث وشي.»
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د دغه جګپوړي پلاوي په ترکیب کې پاکستان ته د دغې خونې د استازو د سفر خبر کوي.
د دغې خونې د دارالانشاء رییس طلوع نیوز ته وایي، هیله من دی چې افغان پلاوي په کراچۍ بندر کې د درول شویو کانټېنرونو او دغه راز هېواد ته د افغان کډوالو د شتمنیو د لېږد په برخه کې پاکستاني چارواکو ته قناعت ورکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء رییس خان محمد سرفراز باز وايي:«دا چې پاکستانیان کوم موردونه مني او پر کومو موردونو هوکړه کوي، دا په دواړو لورو په ځانګړې ټوګه د پاکستان حکومت پورې اړه لري. موږ هیله لرو چې زموږ د پلاوي سفر ګټور پرېوځي او پر ټولو مسایلو خبرې وشي.»
په چین کې د واردوونکو د ټولنې رییس خان آغا ګلزاد وویل:«دې ته هیلهمن یوو چې د کراچۍ په بندر کې د سوداګرو ستونزې حل شي. بلخوا سوداګر باید هیلهمن نه وي؛ ځکه پاکستان تل ثابته کړې چې پر خپلې ژمنې عمل نهکوي.»
په وروستیو میاشتو کې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې په بې مخینې توګه خړې پړې شوې دي.د ډېورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې نښتې، په کراچۍ بندر کې د سوداګرو د ټرانزیټي توکو درول کېدل او له دغه هېواده د افغان کډوالو جبرې ایستل هغه اقدامات دي چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې سیوری غوړولی دی.
په دې اړه مو اندونه