په کابل کې د لومړي ځل لپاره د خدیجةالکبری په نوم د ښځو ځانګړی ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې ۷ ورځې به دوام وکړي.
په دغه نندارتون کې ښځینه صنعتګرې او سوداګرې خپل بېلابېل محصولات نندارې ته وړاندې کوي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه دغه نندارتون د ښځو د لاسي صنایعو او نورو محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې مهم بولي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې، سلما یوسفزۍ وویل: « دوی (ښځې) باید ډېرې وهڅول شي د دوی په جوازونو او پېژندنې باید ډېر کار وشي او له شکه پرته دغه ډول ډېر بازارونه پکار دي .»
ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هم د ښځو لپاره د دغه ډول ځانګړو نندارتونونو جوړول د ښځینه لاسي صنایعو او محصولاتو لپاره د بازارموندنې په موخه ګټور بولي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر وویل: « واکمن نظام باید د سوداګرو ښځو د سوداګریز بهیر د ګړندي کولو لپاره یو لړ اقتصادي نظریات وکاروي لکه د مالیې کمول، د پېژند کارتونو ثبتول، او د ګمرکي تعرفو د اندازې کمول تر څو وکولی شي خپل توکي په ښه ډول سره له هېواده بهر صادر کړي.»
د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، میر شکیب میر هم په دې اړه څرګنده کړه: « بهرنیو بازارونو ته د ښځو لاسرسی کولی شي د هېواد د سوداګرۍ په برخه کې مثبته اغیزه ولري.»
د خدیجةالکبری ملي او نړۍوال نندارتون په پلازمېنه کابل کې، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې او همکارو بنسټونو له لوري جوړ شوی چې په ۸۵۰ غرفو کې د ټولو ولایتونو هغه تولیدات نندارې ته ایښودل شوي چې د ښځو پر لاس جوړ شوي دي.