Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کراچۍ بندر پر ټرانزیټي کارونې د افغانستان او پاکستان هوکړه

د پاکستان له لارې د افغانستان پر ټرانزیټي توکو له بندیز یوه نیمه میاشت تېرېږي او د افغان سوداګرو سلګونه کانټینرونه په کراچۍ بندر کې درول شوي دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي چې د اسلامي امارت پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د ټرانزیټي توکو د رالېږدولو په تړاو هوکړې ته رسېدلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان له لوري سره دوه اړخیزه ناسته کړې چې په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو حضور درلود او په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د توکو پر ازادولو هوکړه وشوه.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه  بیا وايي چې پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو یو شمېر کانټینرونو ته د لېږد اجازه ورکړې خو څرګنده نه‌ده چې له دې وروسته به د افغانستان د ټرانزیټي توکو په تړاو د پاکستان پرېکړه څه وي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس، خان‌جان الکوزي په دې تړاو څرګنده کړه: «خو په راتلونکي کې به خبرې وشي چې وضعیت به څنګه وي، اوس د دغو کانټینرونو ستونزې حل شوې او په راتلونکي کې به ولیدل شي چې وضعیت به څرنګه وي، زه فکر کوم افغان سوداګر به له دغې لارې کار وانه‌خلي.»

له دې سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سرپرست حکومت له پلاوي سره په لیدنه کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې پر اسانتیاوو هم خبرې شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ څرګنده کړه:«په دغې غونډه کې په خصوصي او دولتي سکټورونو کې د پانګونې، ټرانزیټ، د درې هېوادونو په بندرونو کې د راکړې ورکړې او سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو په تړاو خبرې شوې دي.»

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي وو چې په کراچۍ بندر کې د افغانستان پر ټرانزیټي توکو لګېدلو بندیزونو افغان سوداګرو ته څه باندې شل مېلیون ډالره زیان رسولی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه  بیا وايي چې پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو یو شمېر کانټینرونو ته د لېږد اجازه ورکړې ده.

شریک یي کړئ