Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د سولې انسټېټیوټ: د افغانستان اقتصاد له ځوړ سره مخ دی

د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې جګپوړي اقتصادي کارپوهان وايي چې د افغانستان اقتصاد د ځوړ په حال کې دی.

هغوی د افغانستان د وضعیت په تړاو د نړۍوال بانک د وروستیو راپورونو په څېړلو سره ویلي، چې دغه هېواد لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو سره دغه اړتیا زیاته شوی ده.

 د امریکا په سولې انسټېټیوټ کې د اقتصادي پراختیا کارپوه، ویلیم برډ ویلي:«د نړۍوال بانک دوه وروستي راپورونه چې تېره اوونۍ خپاره شول، د افغانستان د اقتصاد او د افغان کورنیو د وضعیت لرلید ښيي. په تېر کال کې په افغانستان کې د اقتصادي ثبات له ځینو نښو سره سره، د دغه هېواد اقتصاد لاهم کمزوری دی او د خپل مخ پر ودې نفوس د اړتیا وړ دندې او معیشت نه‌شي رامنځته کولای، له همدې امله په دغه هېواد کې بې روزګاري پراخه شوي او د زیاتېدو په حال کې ده. بې وزلي لا هم خورا لوړه ده او ګڼ افغانان لا هم د خپلو لومړنیو خوراکي او غیر خوراکي اړتیاوو د پوره کولو وس نه‌لري.»                   

د امریکا په سولې انسټېټیوټ کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د څانګې مشر، سکاټ ورډن هم په دې تړاو زیاته کړې:«د افغانستان د اقتصاد لپاره هېڅ چټکه حل لار نشته او د نړۍوال بانک وروستي راپورونه ښیي، چې د نفوسو د زیاتوالي له امله فشارونه او له پاکستانه د سلګونو زرو کډوالو راستنېدل به احتمالاً په لنډ وخت کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي. طالبان باید د ښځو پر زده‌کړو او کارکوونکو ښځو خپل لګول شوي بندیزونه لغوه کړي، خو تېرو تجربو ته په کتو دا چاره شونې نه برېښي.»

خو د افغانستان د اقتصاد وزارت د امریکا د سولې انسټېټیوټ د لوړ پوړو اقتصادي کارپوهانو ادعاوې ردوي او وايي چې اسلامي امارت په سیمه کې د سترو اقتصادي پروژو په پېلولو، د انفلاسیون (پړسوب) د کچې په کنټرولولو او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د هېواد د پیسو د ثبات په ساتلو کې د سیمې یو له بریالیو حکومتونو دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري طلوع‌نیوز ته وايي:«اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې د لویو بېخ بنایي پروژو په پېلولو، د انفلاسیون د کچې په کنټرولولو او بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات له ساتلو سره په سیمه کې یو له بریالیو دولتونو شمېرل کېږي.»

ورته مهال، د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي، چې په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره باید بېخ بنایي پروژې په پام کې ونیول شي. 

د اقتصادي چارو شنوونکي، احمد فردوس بهګزین څرګنده کړه:«د پرمختګ یوازینۍ لار دا ده چې باید زموږ ټول تمرکز د بېخ بناوو پر پیاوړتیا واوسي.»

تر دې وړاندې د نړۍوال بانک ځينو لوړ پوړو اقتصاد پوهانو په یوې غونډه کې چې د نړۍوال بانک او د امریکا د سولې انسټېټیوټ له خوا جوړه شوې وه، د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ځینو یې ویلي وو چې په افغانستان کې نیمایي نفوس اوس مهال په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه