Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د تېر کال پرتله د صادراتو کچه کمه شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په روان لمریز کال کې د وچې میوې صادرات کم شوې دي.

د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ۱۱۵ مېلیون ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادر شوې ده، په داسې حال کې چې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ۳۷۰ مېلیون ډالرو په ارزښت مېوه بهر ته صادره شوې وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله وايي:«د افغانستان وچه مېوه تر ډېره هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو، ترکیې او ایران ته صادره شوې ده چې ډېری صادراي اقلام یې بادام، غوزان، پسته، جغلوزه، انځیر، کشمش او نورې وچې مېوې دي.»

د وچې مېوې د صادراتو د پراختیا اداره وایي، د وچې مېوې د صادراتو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده چې د هوایي دهلیزونو له لارې پروازونه زیات شي.

د وچې مېوې د صادراتو د پراختیا ادارې رییس سید عظیم مصطفی هاشمي څرګندوي:«د هوايي دهلیزونو او د فضا له لارې د توکو د لېږد نشتوالی، د افغانستان د صادراتو لپاره یوه ستره ضربه ده، که‌څه هم ځمکني صادرات جریان لري.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغانستان ډېره مېوه هند او اروپایي هېوادونو ته صادرېږي او دغه خونه هڅه کوي چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې برابر کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې تجارتي مرستیال خیرالدین مایل وویل:«له ټولو صادرونکو سوداګرو زموږ لږه او ډېره هیله دا ده چې خپل صادراتي توکي له ډېر عالي کیفیت سره او ښې بسته‌بندۍ سره هغو هېوادونو ته چې د پام‌وړ یې دي واستوي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند وايي:«د سوداګرۍ خونې تل هڅه کړې چې په نورو هېوادونو کې استازولۍ ولري او د افغانستان سوداګریزې اتشې دنده لري چې د سوداګرۍ له خونې سره همکاري ولری او تل له هېواده بهر ته وچې او تازه مېوې صادرې کړو.»

دا په داسې حال کې ده، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د څه باندې دوه مېلیارد ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي و چې د دغو صادراتو لویه برخه وچه مېوه وه.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغانستان ډېره مېوه هند او اروپایي هېوادونو ته صادرېږي او دغه خونه هڅه کوي چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې برابر کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه