Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جي پي سینګ او قمي تر منځ لیدنه؛ افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

په افغانستان کې د ایران سفیر او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي د هند د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو چارو له عمومي مدیر سره د سیمې د تماس ډلې پر جوړېدو او په افغانستان کې د ټيکاو د رامنځته کېدو په موخه د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو پر پرمختګ ټينګار کړی دی.

په دغه کتنه کې دواړو لورو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې د چابهار بندر پر رول هم خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکي، سید عبدالمقدم امین وویل: « یوازنۍ لاره چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات لپاره ګټوره تمامېدی شي د افغانستان پر وړاندې په سیمه کې د سیمې له هېوادونو سره تعامل دی.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په چابهار بندر کې د اسانتیاو برابرول به د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له هند او چین سره د افغانستان راکړه ورکړه زیاته کړي.

ورتهه مهال، د اسلامي امارت ویاند د سیاسي ټيکاو او اقتصادي ودې په برخو کې د سیمې هېوادونو رول مهم بولي او زیاتوي چې چې اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانستان د سیمې هېوادونو د نښلولو پر مرکز بدل شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: « افغانستان هغه هېواد دی چې له شپږ هېوادونو سره وصل دی، له دې څخه کولای شو چې مثبته ګټه وکړو، سوداګرۍ او ټرانزیټ ته پراختیا ورکړو او افغانستان د هېوادونو تر منځ د وصل په ټکي بدل شي.»

تر دې مخکې، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي ایران ته سفر کړی و او له ایراني چارواکو سره یې پر سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسایلو خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ