ټاکل شوې چې نړۍوال بانک د هغو ۴۵ پروژو کار له سره پېل کړي چې له دې مخکې درول شوې وې.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، نړۍوال بانک به د ۲۰۲۴ کال په جنوري میاشت کې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پېل او د دغو پروژو پیسې به د راتلونکي زیږدیز کال د اپرېل په میاشت کې ورکړل شي.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي، چې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغې ادارې شاوخوا پنځه څلوېښت پروژې نیمګړې پاتې دي او د کاسا زر په ګډون یې د ځینو پروژو لګښت هم ورکړی دی.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل طلوعنیوز ته وايي:«په تېرو دوه نیمو کلونو کې زموږ د پرلهپیسې مذاکراتو په ترڅ کې، تعامل ته چمتو شول چې په لومړي ګام کې د خپلو نمیګړو پاتې پروژو لګښت پرې کړي او ژمنه یې کړې چې د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې پورې د خپلو ټولو لګښتونونو ورکړه پېل کړي د بېلګې په توګه کاسا زر، ۲۴ مېلیون ډالره لګښت یې پرېکړی دی.»
بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې نړۍوال بانک د سړک جوړونې، ودانیزو چارو، روغتیا، انرژۍ او کرنې په برخو کې له ډېرو پروژو ملاتړ کاوه او د دغه بنسټ د فعالیتونو بیا پېلېدل د اقتصادي ودې په برخه کې هم اغېزناک دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«د روغتیا په برخه کې تر ټولو ښې پروژې نړۍوال بانک لرلې؛ روغتونونه یې جوړل، کلینیکونه یې جوړول. له ودانیزو، پوځي او د کورنیو او دفاع وزارتونو، امنیت ملي د امنیتي ودانیو پرته، ټولې پروژې یې په سکټوري او اقتصادي برخو کې وې.»
د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي چې اسلامي امارت باید لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي څو د اسیا د پراختیايي بانک په څېر نور بانکونه هم په افغانستان کې خپل فعالیت پېل کړي.
د اقتصادي چارو شنوونکی محمد نبي افغان وايي:«د نړۍوال بانک د فعالیتونو پېل په دې معنا دی چې له نړۍ سره زموږ اړیکې ښې شوې دي او د اسیا پراختیايي بانک دې هم افغانستان ته راشي او یواساېایډي او نور بنسټونه دې هم افغانستان ته راشي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب میر هم څرګندوي:«د نړۍوالو اقتصادي بنسټونو لکه نړۍوال بانک او همدارنګه د اسیا پراختیايي بانک بېرته راتګ، په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو د ودې په برخه کې اغېزناک پرېوځي.»
تر دې وړاندې نړۍوال بانک په یوه راپور کې ویلي وو، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې په افغانستان کې د څه باندې څلور نیم مېلیارد ډالرو په ارزښت خپلې پروژې درولې دي.
په دې اړه مو اندونه