Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۸ نوې پروژې منظور کړې

د ملي تدارکاتو کمېسیون د یاد کمېسیون د رییس او رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ناسته کې د څلور مېلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۸ پروژو له منظورېدو خبر ورکړی.

د یاد کمېسیون د خبرپاڼې له مخې دغه پروژې به د برېښنا بندونو او واټونو د جوړولو او چټکو انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې عملي شي.

منظور شوې پروژې په دفاع، کورنیو چارو، مالیې، ټول‌ګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ پورې اړوندې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې په هکله وايي:«د کرنې په برخه کې مو پروژې لرلې، په بېلابېلو ولایتونو کې په ودانیزه او د بیارغونې په برخو کې هم پروژې لرلې، په کابل کې مو هم لرلې په ځانګړې توګه په نوي کابل کې او همدارنګه ان‌شاالله په راتلوونکي کال کې هم نورې پروژې په پلان کې دي.»

برېښنا شرکت وايي، په دغو اتلسو پروژو کې شپږ یې د برېښنا شرکت اړوندې دي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وویل:«د چک وردګ یوه پروژه ده چې نیمګړې پاتې وه، کار یې پېل شوی او د دغې پروژې بودیجه منظور شوې ده.»

د کانونو او صنایعو خونه د دغو پروژو له عملي کېدو هر کلی کوي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان په دې هکله څرګنده کړه:«د بیخ‌بنايي پروژو د کار پېل به د هېواد د اقتصاد په پراختیا او پایداره کاري زمینې په برخې او همدارنګه د عایداتي سرچینې په توګه ګټور وي. هیله لرم، که څه د نړۍوالې ټولنې مرستې وي او که د پراختيايي بودیجې له لارې وي، بیخ‌ینايي پروژو ته دې تمرکز وي چې دا کولای شي د افغانستان اقتصاد ته پراختیا ورکړي او پایداره کاري زمینې رامنځته کړي.» 

تر دې مخکې د اوبو او انرژۍ وزارت د برېښنا په برخه کې خپله پنځه کلنه طرحه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړې وه او د دغې طرحې له‌مخې، تر راتلونکو پنځو کلونو به د ۳٫۸مېلیارده ډالرو په لګښت د برېښنا د تولید ۲۰۰ پروژې عملي شي.
 
شریک یي کړئ