هېواد کې د زعفرانو کاروباریان وایي د وچکالۍ سربېره یې د دغو بوټو حاصلات او نورو هېوادونو ته یې صادرات د پام وړ دي.
دغو سوداګرو د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتي چې د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د زعفرانو د لېږد لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
سوداګر محمد نادر مالکی طلوع نیوز ته و ویل: «د افغانستان زعفرانو له نیکه مرغه په نړۍوال بازار کې خپل ځای پیدا کړی دی، موږ خوشبین یو چې زموږ د زعفرانو صادرات لا هم زیات شي او هغه په دې شرط ممکن دي چې اسلامي امارت د دغو بوټو د لیږد او صادرولو برخه کې خپلې هڅې و نه درېغوي.»
بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې سربېره پر دې چې د تېر حکومت پرتله په نړۍوال بازار کې د زعفرانو بیه لوړه شوې، د دغه محصول تولید هم په هېواد کې پراخ شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړي خانجام الکوزي و ویل:« زعفران د تېر حکومت پرمهال یو څه ارزان وو خو اوس یې قیمت پیدا کړی دی او یو څه ګران شوي دي او تولیدات یې هم زیات شوي دي.»
بل خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي چې په تېرو اتو میاشتو کې د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه و ویل: « د افغانستان د زعفرانو تولیدات د تېر ۱۴۰۲ کال د لومړیو اتو میاشتو په لړ کې نږدې ۲۸ زره ۶۲۰ کیلوګرامه ته رسیږي چې پولي ارزښت یې ۲۷ میلیونه ډالره کیږي. زموږ ډېری صادرات جرمني، امریکا، بریټانیا، هند، سعودي عربستان، ترکیه، متحده عربي امارات، هسپانیا او نورو هېوادونو ته شوي دي.»
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې، په هېواد کې د زعفرانو د کرکېلې د ودې په موخه ۲۰۰ کروندګرو ته روزنه ورکړل شوې، چې وکړای شي په نورو ولایتونو کې هم د زعفرانو کرکېلې ته پراختیا ورکړي.