د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په وینا، ایرالعربیه شرکت له دونیم کلن ځنډ وروسته نن (چهارشنبې د مرغومې په ۲۰مه) له شارجې- کابل ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، د شارجې او کابل ترمنځ به د ورځې یوه الوتنه ترسره کېږي.
ښاغلی احمدي وايي دغه وزارت هڅه کوي چې د هېواد په هوايي ډګرونو کې د اسانتیاوو له رامنځته کولو سره د سترو هوايي شرکتونو الوتنې هم بېرته پېل شي.
امام الدین احمدي وايي:«نن د ایرالعربیه شرکت کابل ته خپلې الوتنې پېل کړې او هره ورځ د کابل او شارجې ترمنځ الوتنه ترسره کوي.»
بلخوا ځينې سوداګر وايي، د ایر العربیه شرکت د الوتنو بیا پېل د افغانستان او عربي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول لوبوي او اړتیا ده چې د سوداګرو لپاره د ویزې په ترلاسه کولو کې هم اسانتیاوې برابرې شي.
سوداګر محبوب الله محمدي وویل:«د ویزې د موضوع په پام کې له نهنیولو سره بیا هم زیاتې ستونزې په خپل ځای دي چې هیله لرو د متحده عربي اماراتو حکومت د اماراتو په نړۍوالو بازارونو کې د پانګونې د زیاتوالي او همدارنګه د افغانستان په بازار کې د افغانانو لپاره د ویزې اسانتیا رامنځته کړي.»
له دې سره هم، د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي چې د نړۍوالو هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پېل په هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره اغېزناک تمامېږي.
د اقتصادي چارو شنوونکي سیر قریشي په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«یو مثبت ګام دی په ځانګړې توګه د هغو مسافرو نښلون چې دننه او بهر دي او افغانستان ته راځي او همدارنګه د بېلابېلو شخصي او بهرنیو بنسټونو لپاره او ترڅنګ یې د هوايي چلند د شرکت د عوایدو په برخه کې.»
د اقتصادي چارو بل شنوونکی شاکر یعقوبي هم وايي:«د بهرنۍ پانګې جذب او د ګرځندویانو زیاتېدل له نورو موردونو او ګټو څخه دي چې په پای کې به د افغانستان د اقتصادي تحریک لامل شي.»
د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د نومبر پر ۱۵مه، فلای دوبی هوايي شرکت هم کابل ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړې چې اوس له کابله دوبۍ ته د ورځې الوتنې ترسره کوي.