Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۱۴۰۲ کال کې له ازبیکستان سره د راکړې ورکړې کچه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د تېر کال په لړ کې، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۲۸۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي چې له ډلې ۲۳ مېلیون ډالره یې صادرات جوړوي.

غالۍ، وچه مېوه، د کنجد غوړ او د مېوې اوبه له افغانستانه ازبیکستان ته صادر شوي دي.

اخوندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي:«له ازبیکستان سره دوه اړخیزه سوداګري لرو. د ۱۴۰۲ کال په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۸۱ مېلیون ډالره وه چې د ۲۳ مېلیون ډالرو په ارزښت صادارت او د ۲۵۸ مېلیون ډالرو په ارزښت واردات مو لرل.»

له دې سره هم مهاله سنټرال ایشیا ورځپاڼې د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له قوله رپوټ ورکړی چې دغه هېواد له افغانستان سره د ۴۴ میلېون ډالرو په ارزښت صادراتي تړونونه لاسلیک شوي دي. د دغه رپوټ له مخې، دغه تړونونه تاشکند ته د افغان سوداګرو د پلاوي په درې ورځني سفر کې لاسلیک شوي دي.

د دغه رپوټ په یوه برخه کې دغه راز راغلي چې دواړه هیوادونه د ازبېکستان- افغانستان د سوداګرۍ شورا د جوړیدو لپاره چې ۱۸ افغاني شرکتونه پکې شامل دي د پروګرام جوړولو په حال کې دي.

د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي:«له افغانستان سره د ۴۴ میلېون ډالرو په ارزښت د صادراتي تړونونو له لاسلیک کېدو سره هوکړه شوې، دغه تړونونه تاشکند ته د افغان سوداګرو د پلاوي په درې ورځني سفر کې لاسلیک شول، دواړه هېوادونه د ازبیکستان - افغانستان د سوداګرۍ شورا د جوړېدو لپاره چې ۱۸ افغاني شرکتونه به یې هم غړیتوب ولري د پروګرام جوړولو په حال کې دي.»

د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس توکل احمدیار وايي:«موږ او تاسو ته دا هم یوه ستره خبره ده چې اړیکې مو ښې وي او د ټرانزیټ لار موږ ته پرانیستې وي او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ اړیکې ښې وي؛ یعنې په هر مورد کې کولای شو خبرې وکړو او حل لار پیدا کړو.»

له دې سره، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو تفاهم لیکونو لاسلیکول له سیمې سره د افغان سوداګرو د اړیکو په پراختیا کې اغېزمن ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی فردوس بهګزین طلوع‌نیوز ته وویل:«له افغانستان سره د ازبیکستان راکړه ورکړه ډېره مهمه او ګټوره ده؛ د دې لپاره چې کولای شو د روژنې او هم د اقتصاد د غوړېدا په برخه کې له ازبیکستانه ځینې شیان زده‌کړو.»

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي:«د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره د څو تړونونو لاسلیک کولای شي چې په ټولیزه توګه د افغانستان پر ناخالص تولید مثبته اغېزه ولري؛ ځکه د صادراتو زیاتوالی کولای شي چې د تولید د تحریک او همدارنګه د کورني عوایدو، د بهرنۍ غوښتنې د تامین له لارې د افغانستان د اقتصاد په ګټه وي.»

د سنټرال ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د افغانستان د وارداتو د بازار ارزښت ۷ میلېارده ډالره اټکل شوی دی. په رپوټ کې راغلي، هغه توکي چې د افغانانو ترمنځ ډیر  غوښتونکي لري، کرنیز محصولات، خوراکي توکي، منسوجات، چرم، برښنايي او ودانیز توکي دي.

سنټرال ایشیا ورځپاڼې د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له قوله رپوټ ورکړی چې دغه هېواد له افغانستان سره د ۴۴ میلېون ډالرو په ارزښت صادراتي تړونونه لاسلیک شوي دي.

شریک یي کړئ