د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، له قزاقستان او ترکمنستان سره تر شپږ میاشتنیو خبرو اترو وروسته په کابل کې په درې اړخیزه غونډه کې په هرات کې د یو لوجستکي مرکز پر جوړولو هوکړې ته ورسیدل.
نورالدین عزیزي د دغه مرکز د جوړولو موخه سویلي اسیا ته د روسیې د تېلو لیږد ګڼلی او وایي، د روسیې د تېلو د لیږد ترڅنګ قزاقستان هم د تورغنډۍ او سپین بولدک له لارې سویلي اسیا ته د خپلو صادراتي توکو د لېږد غوښتنه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي و ویل: «هوکړه شوې چې په هرات کې یو ستر لوجېستیکي مرکز جوړ شي، دغه مرکز به د درېیو هېوادونو په ګډې همکارۍ جوړیږي.»
ښاغلي عزیزي د خپلو څرګندونو په بله برخه کې په سیمه کې د افغانستان مهم ستراتیژیک موقعیت ته په نغوتې ویلي چې دمګړۍ له چین او ایران سره د یوې خپلواکې ټرانزیټي لارې د جوړلو لپاره چې د وسپنې پټلۍ، واټ، د تېلو او ګازو د لیږد نل لیکه ولري او د درېیواړو لورو اړتیاوې پوره کړي، خبرې روانې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي و ویل: «که له چین سره سل په سلو کې هوکړې ته ورسېدو، چې په دغې موضوع کې ایران هم لېواله دی، چې ایران، افغانستان او چین باید یوه خپلواکه لار ولري.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هرات کې د نړۍوال لوجیستکي مرکز رامنځته کول د هېواد د ملي عواېدو په زیاتوالي کې مهم ګڼي او د دغې هوکړې پر ژر تر ژره عملي کېدو ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مومند و ویل: «په دې کې د افغانستان ګټه ده. او له دې لارې د مرکزي او سویلي اسیا له لارې د ټرانزيټي توکو پر مرکز بدل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مسوولینو تل د ګاونډیو او سېمې هېوادونو د سوداګریزو محمولو لپاره د ټرانزیټي اسانتیاو پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه