Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تخار د چاه اب سرو زرو کان هوکړه لیک له یو چینایي شرکت سره لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي له یو چینايي شرکت سره یې تخار ولایت کې د سرو زرو کان په برخه کې د ۳۱۰ میلیونه ډالرو د پانګونې هوکړه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند په خبره تر اوسه په بدخشان، تخار، بغلان، کندز، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سرو زرو کانونو د سروې چارې ترسره شوې او وایي هڅې روانې دي څو هېواد کې د سرو زرو د پروسس کارخونه رامنځته شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وویل: « اوس مهال یوازې تخار کې له یو چینایي شرکت سره قراداد لرو چې افغان شریکان لري او دغه کان د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې ده، یو له لویو کانونو ده چې پراخوالی یې ۱۲ کیلومټره مربع ده او د ۵ کلونو لپاره یو چینایي شرکت سره یې قرارداد وشو، اوس مهال د کشف په پړاو کې ده او بیا به د استخراج پړاو ته ځي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوهان د سرو زرو کانونو پر کیندنې او پروسس په ټینګار سره وایي، باید په هېواد کې د سرو زرو کانونو د پروسس کارخونې جوړې شي څو د کارموندنې کچه لوړه شي.

دوی وایي، د دغو کانونو پر پیسو باید په بیخ بنايي پروژو کې پانګونه وشي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر وویل: « که د دغو کانونو په ځانګړې توګه د سرو زرو کانونو استخراج په معیاري او اقتصادي ډول ترسره شي او پروسس یې په هېواد کې دننه ترسره شي، د کارموندنې کچې د لوړوالي او د خلکو د پېر ځواک د رامنځته کولو په ګډون د هېواد پر اقتصاد مستقیم اغېز کولای شي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، عبدالنصیر رشتیا هم وویل: « خپل کانونه راوباسو، هغه چې لومړیتوب ورکړل شي، او له ګټې یې لویې پروژې په لاره واچوو، مثلاً د دې په ګټه کولای شو د برښنا بندونه جوړ کړو څو انرژي تولید کړو.»

تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت په بدخشان، پنجشیر، کابل، نورستان، کونړ او د لغمان ولایت په ځینو برخو کې د یاقوت، لاجورد او بیروج ډبرو د را ایستنې لپاره جوازونو له وېشلو خبر ورکړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه