د روان هجري- لمریز کال له پیله تر اوسه د هېواد د وسپنې له څلورو پټلیو نږدې ۵۰۰ زره ټُنه سوداګریز توکي صادر او راوارد شوي دي.
د وسپنې پټلۍ دارې مسوولین ټینګار کوي چې هڅه کوي د وسپنې پټلۍ په جوړولو سره له دغو لپاره د راکړې ورکړې کچه زیاته کړي او دمګړۍ ډیر لیږد را لیږد د حیرتان، روزنک، تورغنډۍ او آقینې د اوسپنې پټلۍ له لارو کیږي.
د وسپنې پټلۍ ادارې ویاند، عبدالسمیع دراني و ویل: په دغه موده کې ۷ یو سل او اتیا مټریک ټنه صادرات او واردات د وسپنې پټلۍ له لارې شوی دی. دغه انتقالات د وسپنې پټلۍ له لارې له څلورو بندرونو، روزنک بندر په هرات کې، تورغنډۍ بندر په هرات کې، اقینه بندر په فاریاب کې او حیرتان بندر په مزارشریف کې، له دغو بندرونو انتقالات ترسره شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د وسپنې پټلۍ له لارې راکړه ورکړه په لنډ وخت او کم لګښت سره ترسره کیږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي زیاته کړه: له کښتۍ وروسته د وسپنې پټلۍ له لارې لېږد رالېږد تر ټولو ارزان او چټک دی چې ډیره محموله په ډیرو کمو پیسو لېږدول کیږي. او پر خپل وخت هم وي.
لور ته د کانونو او صنایعو خونه په دې باور ده چې د سېمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړتیا ده چې د اوسپنې پټلۍ په جوړولو کې لا ډيره پانګونه وشي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: که دخیل اړخونه و غواړي چې ونښلول شي چې د افغانستان له دې څلورلارې سره، او دلته هم له دولتي بودجې یا د خصوصي سکټور په پانګونه موږ کولای شو ډیرو لارو سره وصل شو.
د اقتصادي چارو شنونکی، شاکر یعقوبي هم وايي: افغانستان باید پر وسپنې پټلۍ جدي پانګونه وکړي، که وسپنې پټلۍ لارې خوندي دا کولای شي د سوداګرۍ پر حجم او د زیاتو توکو د لېږد رالېږد او لا زیاتې پانګونې لپاره زمینه برابرولای شي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۳۰ کیلو متره د اوسپنې پټلۍ فعاله ده او هره ورځ له دې لارو هېواد ته بېلابېل توکي را لیږدول کیږي.