د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام افغانستان کې د متشبثو ښځو د مبارزې په تړاو خپل ۳ کلن راپور خپور کړ.
د دغه پروګرام ريیس وايي، دوی په دې راپور کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو له ۳۱۰۰ متشبثو ښځو سره خبرې کړې دي.
سټیفن رودریګز وایي، متشبثې ښځې له ستونزو سره سره د اقتصادي ثبات د حیاتي ستنو په توګه کار کوي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام رییس، سټیفن رودریګز وویل: « موږ پوهیږو چې ډيرې څېړنې او ډیرې ارزونې ته اړتیا لرو څو وکړای شو په ټول هېواد کې د خصوصي برخې، بانکي برخې او کوچنیو او منځنیو شرکتونو پر وړاندې مسایل او ستونزې ښې درک کړو، موږ البته د دغو څیړنو له بشپړولو وروسته باید اقدام وکړو، موږ باید د ځینو تګلارو او مقرراتو د بدلون لپاره او د بېلګې په توګه د سوداګریزو جوازونو د آسانه کولو لپاره هڅه وکړو.»
د دغه راپور لمخې، ۷۳ سلنه متشبثو ښځو له محرم پرته پر سفرونو له شته محدودیتونو شکایت کړی او ۴۱ سلنه نورې متشبثې د پور اخیستو ته اړې شوې دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ او په کابل کې د جاپان سفارت هم د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې له متشبثو ښځو ملاتړ یوه جدي اړټیا ګڼي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې، رافایلا ایوډېس وویل: « لکه څنګه چې تاسو وویل ډیری ښځې د کورنۍ ډوډۍ راوړونکې دي ما هیڅکله د خپلې ۳۲ کلنې دندې پر مهال نه دي لیدلي چې دومره ښځې د کورنۍ مسوولیت پر غاړه ولري، جګړه د ډيرو ښځو د کونډتوب لامل شوې ده.»
په کابل کې د جاپان سفیر، تاکایوشي کورومایا هم وویل: « وروستیو کې جاپان د یو زرو څلور سوه متشبثو او ۱۴۰ نورو ښځو چې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام په مشارکت سره د کوچنیو شرکتونو مشري پر غاړه لري ملاتړ ته ژمن دی.»
د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د شمېرو له مخې، افغانستان کې ۱۵ اعشاریه ۸ میلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او د عمر له اړخه په شرایطو برابرو ښځو ته د کار کچه تېر کال ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه