بلخ کې د اوړو تولیدي کارخونو یو شمېر مسوولین د خپلو فعالیتونو بندښت ته په اندېښنې سره وايي، له ګاونډیو هېوادونو دې د اوړو واردولو مخه ونیول شي.
دوی د یوې خبري ناستې پرمهال له سرپرست حکومته غواړي چې، په هېواد کې له تولیدي کارخونو ملاتړ وکړي.
د دوی په خبره، دمګړۍ په هېواد کې د اوړو له ۲۰۰ کارخونو یوازې لس کارخونې یې فعاله دي.
دغه کارخونه لرونکي زیاتوي، د تړل شویو کارخونو په بیا فعالېدو سره به نږدې پنځوس زره کسانو ته کاري زمینې برابرې شي.
شمال حوزه کې د اوړو فابریکه لرونکو ټولنې رییس، بسم الله همدرد وویل: « له دولته مو هیله همدا ده چې د اوړو د محصول فیصدي دومره پورته کړي چې نورې کارخونې هم جوړې شي او موږ سل سلنه ځان بساینې ته ورسېږو.»
بلخ کې د اوړو یوې تولیدي کارخونې مسوول، احمد شاه ستانکزي هم وویل: « تر راتلونکو پنځو کلونو موږ په بشپړه توګه ځان بساینې ته رسېږو او اړتیا نه لرو چې اوړه وارد کړو.»
یو شمېر نور کارخونه لرونکي له ګاونډیو هېوادونو د اوړو د وارداتو مخنیوي غوښتونکي دي.
د بلخ د صنایعو او کانونو خونې رییس، مبشر سادات په دې اړه وویل: « که دولت راسره مرسته وکړي موږ کولای شو تر ۲۰۰ ډېرې کارخونې ولرو او په لسګونه زره کسان په کې وګومارو.»
بلخ کې د اوړو یوې تولیدي کارخونې مسوول، محمد یوسف شهباز هم وویل: « که موږ ته اجازه راکړل شي او خام مواد راته ورسیږي او موږ ته اسانتیاوې رامنځته کړي، موږ کولای شو له افغانستانه بهر هم صادرات ولرو.»
د راپورونو پربنسټ په کلني ډول افغانستان ۶ میلیونه ټنه اوړو ته اړتیا لري چې د بلخ سیمه ییزو مسوولینو په خبره دا مهال د اوړو کورنۍ تولیدي کارخونې د ۵ میلیونه ټنه اوړو د تولید وړتیا لري.