Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۳ کال په دوه میاشتو کې د ۸ کانونو د تړونونو لاسلیک کېدل

د روان لمریز کال په لومړنیو دوو میاشتو کې د اتو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوي چې پر دغو کانونو د پانګونې کچه ۴۰ مېلیون ډالرو ته رسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې له کورنیو شرکتونو سره په لاسلیک شويو تړونونو کې دوه ستر او شپږ کوچني کانونه شامل دي .

ستر کانونه د کابل د جګدلک د یاقوتو او د هرات د باریټ کانونه دي او شپږ کوچني کانونه چې دوه هغه د نفرایټ، دوه د مرمر ډبرو، یو د فلورایټ او یو هغه د سرب او جستو کان دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په دې هکله وايي:«پر دغو دوو سترو کانونو د پانګونې کچه کابو ۳۳ مېلیون ډالره ده او موږ له کورنیو شرکتون سره د ازادې داوطلبو له لارې شپږ کوچني تړونونه هم لرلي چې په دغو کانونو کې نفرایټ او مرمر شامل دي چې په بېلابېلو ولایتونو کې موقعیت لري.»

یو شمېر کارپوهان په کور دننه د کانونو پر پروسس ټینګار کوي او زیاتوي چې له دغو کانونو څخه ترلاسه شوې پیسې باید د هېواد په بېخ‌بنايي برخو دې ولګول شي.

د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهګزین طلوع‌نیوز ته وویل:«د کانونو استخراج په ښه او عالي بڼه مخته یوسو. ځکه کله چې یو بهرنی هېواد راځي او استخراج کوي هر څه بشپړ دي. که‌چېرې موږ د دغو کانونو د استخراج وړتیا پیدا کړو هم کولای شو چې کاري زمینې برابرې کړو او هم کولای شو چې خپل ګراف لوړ کړو.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا هم څرګندوي:«ډېری هغه کانونه دې استخراج شي او په تړون دې ورکړل شي چې د پروسس او تولید وړتیا یې دننه په هېواد کې شونې وي، یعنې هغه کانونه استخراج او داوطلبۍ ته وړاندې کړو چې د هغه د تولید امکان دننه په هېواد کې وي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه څه باندې ۱۵۰ کوچني کانونه کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي او ۳۰ لوی کانونه د افغان شریکانو چینایي، ایراني، ترکي، قطري او د یو شمېر نورو هېوادونو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې له کورنیو شرکتونو سره په لاسلیک شويو تړونونو کې دوه ستر او شپږ کوچني کانونه شاملېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه