د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو رسولو په برخه کې د ښځو رول مهم ګڼلی دی.
د یاد بنسټ په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ۲۴ سلنه اړمن قشر ښځې دي او اړتیا ده چې له هغوی سره د ښځینه مرستندویانو له لوري مرستې وشي.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي ښځو ته باید د زده کړو او کار فرصتونه برابر شي.
د راپور برخه: «په افغانستان کې د کورنیو سرپرستې ښځې تر ټولو زیانمنونکې دي او د سړیو پرتله تر ډېره له بیړني معیشیت سره د مبارزې پر میکانیزمونو تکیه کوي او د خوړو د نه خوندیتوب لوړه کچه لري.»
د کروندګرو ښځو د ټولنې رییسې ممتاز یوسفزۍ و ویل: « اوس ښخې هټۍ نه لري او که یې و هم لري نو مالیې یې لوړې دي او ګټه یې لږه ده. هغې ښځې چې هېواد ته راستنې شوي دي چې اقتصادي ستونې یې ډېرې دي.»
د اوچا راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په هرات کې زلزلې او په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو ورښتونو او سیلابونو د څو ولایتونو اوسېدونکو ته زیانونه واړول او د روان زیږدیز کال د فبرورۍ له ۱۲ د اپریل تر ۱۵ نېټې پورې ورښتونو او سیلابونو پر څه باندې ۲۵ زره کسانو اغیز وکړ چې ۵۹ تنه پکې مړه شول.
د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال میرویس حاجي زاده و ویل: « خلک اغیزمن شوي دي، توکي او مالونه یې لمنځه تللي دي، زرګونه څاروي لمنځه تللي دي. که اوس د سرپناه او خوړو په برخه کې له دوی سره مرسته وشي غوره به وي.»
ورته مهال د اقتصاد وزارت وایي چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون لامل شوی چې ډیری هېوادوال په بشري مرستو باندې متکي وي او اړتیا ده چې مرستندویه بنسټونه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوع نیوز ته و ویل: « له هغو پروګرامونو څخه د نړۍوالې ټولنې ملاتړ چې د اقتصاد د غوړېدو سبب کیږي او کاري فرصتونه رامنځته کوي مهم دی او په اقتصادي اغېزمنتیا او د اقتصادي وضعیت ښه کولو کې رول لري.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په یو رپوټ کې ویلي وو چې دغه بنسټ د وروستیو سیلابونو له زیانمنو شویو سره ۱۴ اعشاریه ۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه