Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بامیان ۲۰ زره ټنه جسټ د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت و پلورل شول

د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان د یکاولنگ کان ۲۰ زره ټنه جسټ د څه باندې اته میلیونه ډالرو په ارزښت پر یوه کورني شرکت پلورلي.

د دغه وزارت سرپرست وايي، د ۳۱ شرکتونو ترمنځ د دواطلبۍ په پایله کې یو شرکت د لوړې بیې په وړاندې کولو سره وګټله.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، شهاب الدین دلاور وویل: « دا د اسلامي نظام د پیاوړتیا، ځابساینې او ابادۍ لامل ګرځي.»

د دغه شرکت مسوولان وايي، دوی لومړی دغه استخراج شوي جست ایران ته لېږدوي او بیا یې له پروسس وروسته پر اروپايي هېوادونو پلوري.

د ګټونکي شرکت مسوول، شیخ احمد وویل: « دا اوس مهال موږ ایران ته لېږدوو او ایران کې نیم پروسس کیږي، بېرته یې ترکیې ته لېږدوو او هغه ځایه اروپایي هېوادونو ته ځي.» 

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند زیاتوي، چې اوس په هرات، کندهار او بامیان ولایتونو کې د سربو او جستو د کانونو را اېستنې او استخراج په برخه کې له کورنیو شرکتونو سره قراردادونه شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وویل: « زموږ هغه کانونه چې قرارداد یې شوی دی په غور، بامیان او کندهار کې دي. غور کې مو له کورنیو شرکتونو سره څلور لوی کانونه قرارداد کړي دي چې پروسس به یې سل په سلو کې افغانستان کې ترسره شي.»

ځینې کارپوهان تل د کاني توکو د چاڼ ځایونو پر جوړېدو ټينګار کوي او زیاتوي چې په هېواد کې د بېلابېلو کانونو د تصفیې د کارخونو نشتوالي له امله د دغو کانونو توکي تر نړۍوالې بیې په ډېره ټيټه بیه پلورل کیږي.

شریک یي کړئ