د اسلامي امارت ځينې چارواکي د اصنافو د مالیې د نوي معافیت د اعلان په غونډه کې وايي، د اسلامي امارت رهبر د اصنافو مالیه له صفر اعشاریه ۵ سلنې صفر اعشاریه ۳ سلنې ته راکمه کړې.
دوی وايي، د مالیې دغه کمښت د اسلامي امارت د رهبر د فرمان لمخې رامنځته شوی او تر دې وروسته له هغو اصنافو چې، په کال کې تر دوه میلیونه افغانیو پلور ولري، مالیه نه اخیستل کېږي.
دغه غونډه کې د رييس الوزراء اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي د اصنافو د مالیاتو له راټولوونکو غواړي، له اصنافو سره اصولي چلند وکړي او په خبره یې، دغه برخه کې به د شکایتونو راپورته کېدو سره مسوول کسان له کاره وشړل شي.
عبدالسلام حنفي زیاته کړه: « که څوک کال کې ۴ میلیونه خرڅلاو ولري، نو دوه میلیونه یې له مالیې معاف دي او دوه میلیونه نور یې باید مالیه ورکړي، هغه صفر عشاریه درې سلنه.»
په ورته مهال د اقتصاد او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستان اصنافو ته د مالیاتي اسانتیاوو رامنځته کول د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اغېزمن ګڼي.
د دغو مسوولینو په خبره، اصنافو ته دغه مالیاتي اسانتیاوې په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د ملي بودیجې د پياوړتیا لپاره هیڅ بهرنۍ مرسته نشته.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي وویل: « له مالیې، عوایدو او له صنافو، خصوصي سکټور او خونو د خدماتو فیس پرته په یوه هېواد کې د حکومت مخ ته وړل ناممکن کار دی.»
د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف هم وویل: « معافیت او اسانتیاوې داسې مهال رامنځته کیږي چې اسلامي امارت هیڅ ډول بهرنۍ مرستې نه ترلاسه کوي.»
د اسلامي امارت یو شمېر نور مسوولین بیا وايي، تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت رهبر هڅه کړې څو هټۍوالو او کسب لرونکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د چارو ادارې رییس، نورالحق انور وویل: « که خلک د اسلامي امارت هر اقدام ته پام وکړي، دا نه نمایشي ده، نه تشریفاتي ده او نه نمایشي ده، بلکې ریښتینې دي او دا د اوسنیو حالاتو تقاضا ده.»
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم هم وویل: « ورځ په ورځ د مالیې کمښت چې د اسلامي امارت پالیسي ده، له ښه نیته ترسره کیږي او د دې لپاره ترسره کیږي چې اسلامي نظام دی.»
د مالیې وزارت وایي، د هېواد په کچه ۲۰۶ ډوله اصناف چې کسب لرونکي او هټیوال پکې شامل دي فعالیت کوي.
یاد وزارت له دغو ټولو اصنافو غواړي چې خپله مالیه په ټاکلي وخت ورکړي او له مالیې وزارت سره همکار و اوسي.