Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هټۍوال د مالیاتو معافیت غوره ګام ګڼي

یو شمېر هټۍوال او کسب لرونکي د اسلامي امارت له لوري د مالیاتو معافیت غوره ګام ګڼي.

دوی وايي، د کاروبار د پیکه کېدو او د هټیو د لوړو کرایو له امله دوی د مالیاتو د ورکړې وس نه درلود.

د اسلامي امارت چارواکو تېره ورځ په یوې غونډه کې وویل، د اسلامي امارت د رهبر د فرمان لمخې تر دې وروسته له هغو هټۍوالو او کسبګرو چې، په کال کې تر دوه میلیونه افغانیو پلور لري، مالیه نه اخیستل کېږي.

هټۍوال، نثار احمد وویل: « مخکې به میاشت پوره وه خو کرایه به نه وه، سرګرداني وه. موږ د اسلامي امارت له دې ګامه خوښ یو.»

یو بل هټۍوال، نور محمد هم وویل: « هر کال مو په ډېرو ستونزو ۶۵زره افغانۍ پرې کولې اوس چې معاف شوي، ډېر خوښ یو.»

بل لور ته یو شمېر نور هټۍوال سره له دې چې، مالیات د دولت حق ګڼي خو بیا هم د سرپرست له لوري د مالیاتو د لا کموالي غوښتنه کوي.

هټۍوال، جوان مرد قصاب وویل: « سمه ده چې دا د دولت حق ده او دا بېرته پر موږ مصرفیږي، که عاید اوسي او موږ یې پرې کړو نو ډېر ښه کار ده.»

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري د مالیاتو معافیت د کسب لرونکو د ګټې وټې په زیاتوالي او کوچنیو سوداګریو ته د هېوادوالو په هڅونه کې اغېزمن ګڼي.

تیره ورځ د اسلامي امارت مسوولینو خبر ورکړ چې د اصنافو مالیه له صفر عشاریه پنځه، صفر عشاریه درې سلنې ښکته شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه