Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته په لنډمهالي جواز د افغان سوداګریزو لارو اوښتل

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، د افغانستان لومړنۍ سوداګریزې لارۍ له لنډ مهالي جواز په ګټنې د ډنډپټان له بندره پاکستان ته دننه شوې.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دغو جوازونو د وېش پر ټکني بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې جوازونو د اخیستو په برخه کې باید موټر چلوونکو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس، خان جان الکوزي په دې اړه و ویل: «زموږ د لاریو لومړنۍ جوپې د ډنډپټان له لارې پاکستان ته حرکت کړی دی. موږ هیله مند یو چې دغه بهیر لا نور هم اسان شي څو زموږ د سوداګرو ستونزو حل شي، خو لکه څنګه چې تاسې ته مالومه ده ډيرې موټرې ځي نو دغه بهیر ټکنی دی.»

یو شمېر سوداګر بیا وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د پاکستان له لوري د اپټا هوکړه لیک پر عملي کېدو هم ټینګار کوي.

سوداګر، زلمي عظیمي و ویل: «په تړون کې د پاکستان له لوري دا نه دي ویل شوي چې کلینران او چلونکي باید ویزه ولري، نو زما غوښتنه دا ده چې دواړه لوري په صفري نقطو کې لکه تورخم، سپین بولدک او غلام خان کې ټوکنې تبادله کړي څو په سمه توګه سوداګري وشي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان هم زیاته کړه: «موږ باید له هغوی سره یوه هوکړه ولرو، ځکه ډيری وختونه په بیلابیلو بهانو بندرونه تړل کیږي او زموږ سوداګر زیانمن کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د افغانستان د بار وړونکو موټرونو پر مخ د دغه هېواد د بندرونو د څو ورځو تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګریزه راکړه ورکړه د پام وړ کمه شوې ده.

یو شمېر سوداګر بیا وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه