Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره د یوه صندوق رامنځته کول

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې له خصوصي سکټوره د ملاتړ لپاره د یوه صندوق له جوړولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت سرپرست وايي، د دغه صندوق جوړېدل له وړاندیز او د رييس الوزراء د اقتصادي کمېسیون له ارزونې وروسته د اسلامي امارت د رهبر له لوري تأیید شوی دی.

د رييس الوزراء اقتصادي مرستیال هم د دغه صندوق د جوړېدو په مراسمو کې وویل، د دغه صندوق په فعالېدو سره به په هېواد کې سوداګري، ترانزیت او صنعت لاپسې وغوړېږي او ورسره به یو زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر وايي: د دغه صندوق په جوړېدو سره به له یوه لوري د خصوصي سکټور د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې او پرمختګ بهیر ګړندی شي او له بل لوري به د بې کارۍ کچه راټيټه او هېوادوالو ته به مو کاري فرصتونه برابر شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي و ویل: «د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د دوامدارې اقتصادي ودې او پرمختګ د ترلاسه کولو، د بې کارۍ د کمولو، د سوداګرۍ د توازن د ساتلو، د خصوصي سکټور د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو او ګواښونو د کمولو او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په بهیر کې د اسانتیاو د برابرولو په موخه جوړ شوی دی.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق رامنځته کولو د ملاتړ ترڅنګ د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې د سوداګرو پر وړاندې د مالیاتو د کمولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، یونس مهمند و ویل: د خصوصي سکټور له لوري بېرته د خصوصي سکټور لپاره د ملاتړ صندوق جوړول دا واقعاً د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې راځي.

بل لور ته د صنایعو او کانونو، کرنې او مالدارۍ او اصنافو خونو مسوولین هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق جوړول یو مهم ګام ګڼي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان محمد فروتن وايي: « د خصوصي سکټور، سکتوري خونو او د نورو ملي او اغېزناکو پروګرامونو مالي ملاتړ باید د مشرتابه کمیټې لخوا ملاتړ شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق په داسې حال کې جوړیږي چې یوه اوونۍ وړاندې مالیې وزارت هم د اسلامي امارت د رهبر په لارښونه پر هټیوالو او کسبګرو د مالیې د معافیت او تخفیف خبر ورکړ.

د دغې لارښونې له مخې، کوم اصناف چې په کال کې تر دوو میلیونو افغانۍ پلور ولري مالیه ورڅخه نه اخیستل کیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق رامنځته کېدو د ملاتړ ترڅنګ د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې د سوداګرو پر وړاندې د مالیاتو د کمولو برخه کې جدي پام وکړي.

شریک یي کړئ