Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سنټ پټرزبرګ غونډه کې د افغانستان د پلاوي ګډون او اغېزې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د سنټ پټرزبرګ په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون د افغانستان د اقتصاد، بیارغونې، پیاوړتیا او خپلواکۍ لپاره مهم ګڼي.

عبدالمنان عمري وایي، دا ډول غونډو کې دواړه لوري باید دوه اړخیزې ګټې په پام کې ونیسي.

هغه په دې اړه و ویل: « هر کله باید د دوو خواو ګټې د دواړو خواو له لوري په پام کې ونیول شي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د دغې غونډې په څنډه کې د داغستان جمهوریت د اقتصاد له وزیر او سوداګرۍ خونې له رییس سره هم کتلي او د سوداګریزې پراختیا، اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او افغان سوداګرو ته د وېزې اسانتیاو د برابرولو په اړه یې خبرې کړې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي و ویل: « دغه کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او افغان سوداګرو ته د وېزو اسانتیاو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.» 

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه په نړۍوالو غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي حضور د اقتصادي اړیکو په ښه والي او د سیمې هېوادونو ته له افغانستانه د صادراتو په زیاتوالي کې اغېزناک ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، محمد یونس مهمند و ویل: « د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه غوښتنه لري نړۍواله سیمه د ټولو سوداګریو له خونو سره ونښلوي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رشتیا وویل: « هر څومره چې دغسې ناستو کې د افغانستان د پلاوي شتون ډېر وي، په همغه اندازه سیاسي او اقتصادي تعاملاتو ته لاره پرانیزي. زه فکر کوم سکټور وزارتونه هم باید دغه راز ناستو کې ګډون وکړي څو د پانګونې خبرې ګټورې اوسي.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پانګونې د جلب او جذب او له روسیې سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي په موخه د روسیې او اسلامي نړۍ په پنځلسمه نړۍواله اقتصادي غونډه کې ګډون کړی وو.

شریک یي کړئ