Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندوز او بغلان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د برېښنا لېږد سروې پیل شوې

برېښنا شرکت په کندز او بغلان ولایتونو کې د کاسا زر پروژې د برېښنا د لېږد لارې د سروې له پیله خبر ورکوي.

د دغه شرکت ویاند، حکمت الله میوندي وايي، د برېښنا شرکت اجرایوي رییس د دغې پروژې د پلې کېدو په برخه کې د څېړنو او اسانتیاوو د برابرولو په موخه کندز او بغلان ولایتونو ته سفر کړی او د دغو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو سره یې هم خبرې کړې دي.

میوندي زیاتوي، تر سروې او د قراردادي شرکتونو له مسوولینو سره تر خبرو وروسته به په افغانستان کې د کاسا زر پروې چارې پیل شي.

د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي و ویل: دوی خپلې لومړنۍ سروې پیل کړې دي. له سروې وروسته به له برېښنا شرکت سره یوه ګډه ناسته کیږي او له ناستې وروسته به یوه ورځ مشخصه کیږي چې دوی کار پیل کړي.

په همدې حال کې د برېښنا شرکت پخوانی رییس له سیاسي او سېمه ییز پلوه د دغې پروژې عملي کېدل د افغانستان په ګټه ګڼي او وایي، افغانستان کولای شي په کال کې شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ میلیونه ډالره د ټرانزیټ حق ترلاسه کړي.

د برېښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب څرګنده کړه: افغانستان له سیاسي پلوه هم نور حق لري چې دا ثابته کړي چې نور د بندېدو په حال کې نه دی او کولای شي د انټرنېټ او نورو پروژو ترڅنګ د ټاپ او ټاپي پروژو کار پیل کړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي  هېوادوالو ته د کاري فرصتونو په پیدا کېدو او سیمه کې د افغانستان د اقتصادي باور د رامنځته کېدو برخه کې د دغې پروژې پلي کېدل اغېزناک ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، تاج محمد تلاش په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: د وزګارتیا پر وړاندې ډېره مبارزه کېدای شي. دویم دا چې د سیمې د هېوادونو اقتصادي باور رامنځته کیږي. دریم دا چې صنعتي زونونه جوړېدای شي او څلورم دا چې موږ د برېښنا له پلوه پر ځان بسیا اقتصاد پر لور ځو.

تر دې وړاندې د افغانستان بانک ویلي و چې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې له عملي کېدو سره د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بیخ بنایي پروژې جوړې شي.

تر دې وړاندې د افغانستان بانک ویلي و چې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې له عملي کېدو سره به د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت زیربنایي پروژې جوړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه