Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دلاور: کانونه ملي ګټه او په ټولو پورې اړوند دي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د فاریاب ولایت د مالګې کان د درې بلاکونو داوطلبۍ ته د چمتووالي په پروګرام کې ویلي چې، د نفتو په برخه کې د مافیا لاسونه لنډ شوي او هڅه کېږي چې د هېواد د مالګې کانونو ته هم د مافیا لاسونه ونه‌رسېږي.

ښاغلي دلاور په دغه پروګرام کې د مالګې پر سوداګرو نیوکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې صادقانه کار وکړي.

د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست پر وینا، دغه وازرت د کانونو په تړونونو کې د هېواد ګټې په جدي توګه په پام کې نیسي.  

شهاب الدین دلاور وویل:«په ملي ګټو کې د چا لحاظ نه‌کوم. دا کانونه د افغانستان ملي ګټې دي او په هغه کې نر، ښځه، ماشوم، شیعه، سني، هندوان او ټول شریک دي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دغه‌راز وايي چې، د هېواد د بودیجې د پام وړ برخه د هېواد له کانونو تامینیږي او یاد وزارت تېر کال د اسلامي امارت خزانې ته څه باندې ۱۷ مېلیارده افغانۍ ور زیاتې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست څرګندوي:«هر کال چې زیات عواید ولرو، ډېره سلنه یې تمویلوو. که‌څه هم عواید کم او زیاتېږي؛ خو یوه ستره برخه یې له دغو کانونو ده او ترڅنګ یې، زموږ د ګمرکونو عواید دي چې ډېره روڼتیا لري.»

ښاغلی دلاور دغه راز وایي چې د اسلامي امارت ملکي او نظامي کارکوونکي د جمهوریت دورې ته په پام زیات شوي او ټولې اړتیاوې یې د کانونو او له نورو کورنیو عوایدو تامینېږي.

ښاغلي دلاور زیاته کړه:«زموږ امنیتي ارګانونه له تېر رژيم څخه لوړ شوي، موږ دغه ارګانونه له خپلې بودیجې تمویلوو په داسې حال کې چې د تمویل لپاره یې درې نیم ‌مېلیادره ډالره امریکایانو ورکول.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د امو نفتي حوزې په قشقري بلاک کې د کورنیو شرکتونو ترمنځ د نهو بېلابېلو پروژو داوطلبي هم وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دغه‌راز وايي چې، د هېواد د بودیجې د پام وړ برخه د هېواد له کانونو تامینېږي.

شریک یي کړئ