Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سروبي د دویم بند پر جوړولو خبرې روانې دي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د ملا عبدالغني په مشري د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د سروبي د دوېم بند د جوړولو او جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید په تړاو بحث شوی.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د راپور لمخې، د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې د کابل د سروبي د دوېم بند د جوړولو په تړاو له بیلابیلو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د سروبي دوېم بند به په دوو پړاونو کې جوړ شي او لګښت یې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد په دې اړه و ویل: نوموړې پروژه په دوو پواینټونو کې جوړیږي چې د لومړي پواینټ د تولید ظرفیت یې ۱۱۱ میګاواټه دی او پر دغې پروژې په عمومي ډول د ۳۰۰ میلیون ډالرو په شاوخوا کې لګښت راځي.

په ورته مهال د برېښنا شرکت پخوانی رییس د سروبي د دوېم بند جوړول په هېواد کې د اوبو د مدیریت او انرژۍ د تولید په برخه کې مهم ګڼي.

د برېښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب څرګنده کړه: د سروبي یو او سروبي دویم بند ته رنا ګردان وايي چې له توربینونو تېریږي او بېرته خپل مسیر ته سمیږي او په هغو موسمونو کې چې اوبه کمې وي ظرفیت یې کمیږي او تولید یې ۱۰۸ میګاواټه وي که اوبه زیاتې وي، تر ۱۲۰، ۱۴۰ میګاواټه پورې تولید کولای شي.

بل لور ته د سوداګرۍ او پانګونې خونه او یو شمېر اقتصادي کارپوهان په هېواد کې د انرژۍ پر تولید پانګونه ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره مهمه ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: د برېښنا په برخه کې پانګونه زموږ لپاره ډېره مهمه ده. که ابي وي ډيره ښه ده که د سکرو ډبرو وي او که لمریزه وي او که بادي وي، په هر صورت برېښنا یوه اړتیا ده، یوازې د خلکو لپاره نه بلکې د تولید لپاره هم ورته ډيره اړتیا ده.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي: په اوسنیو شرایطو کې موږ له بیلابیلو هېوادونو شاوخوا ۷۰۰ میګاواټه برېښنا را واردو چې دا ډیر غټ لګښت دی خو افغانستان تر دې زیاته بالقوه لري خو که په دې برخه کې پانګونه وشي نو د افغانستان په ګټه به تمام شي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په کابل کې د سروبي او ماهیپر له بند څخه تولید شوې انرژي تر ډیره د پلازمېنې په زرغونو سېمو او روغتونونو کې لګول کیږي.

شریک یي کړئ