Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوړو نړۍوال پروګرام: ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان کورنی ناخالص تولید کم شوی

د خوړو نړۍوال پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره د افغانستان د کورني ناخالص تولید له کمښته خبر ورکړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، ۲۰۲۳ زېږیز کال کې د افغانستان کورني ناخالص تولید کې کمښت راغلی دی. 

د خوړو نړۍوال پروګرام د مالوماتو لمخې، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د داخلي ناخالص تولید کچه ۲۰ اعشاریه ۷ سلنه وه؛ خو په ۲۰۲۳ کال کې بیا دغه کچه ۶ اعشاریه ۲ سلنې ته راټيټه شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام په راپور کې راغلي: « د افغانستان اقتصاد د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له سیاسي بدلونونو راهیسې د پام وړ انقباض تجربه کړی، په هر حال د افغانستان په کورني ناخالص تولید کې کمښت ورو شوی دی، په ۲۰۲۲ کال کې کموالی له شل اعشاریه ۷ سلنې څخه په ۲۰۲۳ کال کې شپږ اعشاریه دوه سلنې ته رسېدلی دی.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي غړی، خان جان الکوزي و ویل: « هیله لرم چې دغه مرستې په کاري پروژو ولګول شي څو خلک ځان بساینې ته ورسیږي.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت په افغانستان کې د داخلي ناخالص تولید د کمښت لامل پر افغانستان د نړۍوالو اقتصادي محدودیتونه ګڼي.

د دغه وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: « د بانکي بندیزونو لګول، د پیسو کنګل کول، د نړۍوالې ټولنې د پراختیایي مرستو بندېدل او اقلیمي بدلونونو د هېوادو پر اقتصاد منفي اغېزې کړې او لوږې، بې کارۍ، سوداګرۍ، ملي عوایدو او کورنیو ناخالصو تولیداتو په څېر یې لویې اقتصادي برخې زیانمنې کړې دي.»

بل لور ته د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي که هېوادونه او نړۍوال بنسټونه د بېخ بنايي پروژو په برخه کې مرستې وکړي، د بې وزلۍ د لمنځه وړلو لپاره به دایمي اغېز ولري.

د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: « که مرستې په داسې یو جوړښت کې ترسره شي چې څارنه، کیفیت او ځواب یې و ویل شي، کولای شي د ولږې په کمښت کې اغېزناکې اوسي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام دغه راز ویلي، راتلونکو شپږو میاشتو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۵۱۰ میلیونه ډالره بودجې ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ