د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، که څه هم وروستیو سیلابونو د غنمو ځینې کښتونه له منځه وړي خو له دې سره سره هم تیر کال ته په پرتله سږ کال حاصلات ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغه وزارت ویاند وایي، تیر کال ته پرتله روان کال په هېواد کې شپږ سلنه ځمکه باندې غنم کرل شوي خو ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د اصلاح شویو تخمونو د تولید او کښت ساحې د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل: «سږ کال که څه هم د غنمو د حاصلاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نه یو رسيدلي او وارداتو ته اړتیا ده خو دا هیله موږ ته پیدا کوي چې د تېرو دوو کلونو په څېر هڅه وکړو، د کرنې ساحه زیاتولی شو.»
د هېواد په سویل کې یو شمېر کروندګر وایي سره له دې چې ځمکې یې په تیرو کلونو کې له وچکالیو سره مخ وې خو سږ کال یې د غنمو حاصلات د قناعت وړ دي.
کروندګر، عبدالحکیم د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «سږ کال موږ ډير ښه غنم و رېبل او ډېر یو ښه کال و.»
بل لور ته د هېواد په شمال کې هم یو شمېر کروندګر وايي چې د وروستیو سیلابونو له امله یې کښتونه په اوبو لاهو شوي دي.
په ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه له مسوولینو غواړي، څو د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو کروندګرو سره مرسته وکړي چې ځمکې یې بیا ځلې د غنمو د کښت لپاره چمتو شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده زیاته کړه: «د کروندګرو په استازیتوب، زموږ وړاندیز دا دی چې هغه کروندګر چې ځمکې یې لمنځه تللي، او زیانمن شوي، سروې یې و شي او زموږ له کروندګرو سره مرسته وشي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، افغان په کال کې شپږ اعشاریه نهه میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري.
د یادونې ده چې په هېواد کې ډیری کرنیزو سېمو باندې غنم کرل کیږي.