Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په مولانا جلال الدین بلخي نندارتون کې ۱۲ هوکړې لاسلیک شوې

مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نندارتون پایته ورسېد.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي په دغه درې ورځني نندارتون کې له ۲۱ ډېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، اسدالله اسدي و ویل: «په تېرو درېیو ورځو کې د دې نندارتون لیدونکي څه باندې ۵ زره کسان و. د غرفه لرونکو په وینا د تېر پرتله پلور هم زیات وو. نن چې د دغه نندارتون وروستۍ ورځ وه ۱۲ هوکړه لیکونه پکې لاسلیک شول.»

دغه نندارتون کې ډېری غرفې د متشبثو میرمنو لپاره ځانګړې شوې وې او دوی د تازه مشتریانو وړاندیزونو ترلاسه کولو او جلب څخه خوښې ښيي.

ګډونوالې، نادیې حمیدې و ویل: «په درې ورځني نندارتون کې موږ کابو ۲۰۰ مرتبان تولیدات وپلورل او ډیر مشتریان مو را جلب او را جذب کړل.»

ګډون والې، محسنې نظري په دې اړه و ویل: «ډېر خوشاله شو، ډېر ښه و. د دغه نندارتون له لارې موږ دوه تړونونه هم ترلاسه کړل. ډېر ورته خوشاله یو، چې د ښځو لپاره یې نندارتون جوړ کړ او غواړو چې بیا بیا جوړ شي.»

له دې سره هممهاله یو شمېر شرکتونو د لیدونکو هڅونې او مشتریانو جذب په موخه د کور لوازم، موټرسایکل او حتی موټر په جایزو کې ورکول.

د یوې تولیدي کارخونې مسوول، محمد خوش بخت و ویل: «موږ نږدې ۱۰۰ کارټنه وسلین په وړیا توګه پر خلکو و ویشل، څو باور ترلاسه کړو. او خلک له وطني محصولاتو ګټه پورته کړي.»

د یوې بلې تولیدي کارخونې استازي، احمد سهیل شهاب و ویل:«موږ له نېکمرغه هغو ټولو کورنیو ته چې له موږ یې محصولات واخیستل، یو پروګرام هم جوړ کړی و چې په ترڅ کې مو ورته ۵۰ بستې جایزې و ویشلې.»

دغه درې ورځنی نندارتون چې له تېرې دوشنبې ورځې د کار نړیوال سازمان له لوري په ۱۳۰ غرفو کې جوړ شوی پنجشنبه ماښام پایته ورسېد.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو په خبره له پنځو زرو ډېر لېدونکو له دغه نندارتون لېدنه کړې او د تېر په پرتله یې د پلور کچه لوړه وه.

شریک یي کړئ