د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان وایي، د هېواد شمالي ولایتونو کې پر کرنیزو ځمکو د ملخانو د یرغل د ګواښ کچه لوړیږي.
دغه سازمان زیاتوي، د افغانستان د شمالي ولایتونو کرنیزې ځمکې پرلپسې دوه کاله د ملخانو له یرغل سره مخ شوې دي.
افغانستان کې د ملګرو متلونو د خوړو او کرنې سازمان استازي، ریچارد ترنچارد ویلي: « دوه، درې ورځې وړاندې دا د غنمو کرونده وه، چې غنمو پکې ښه وده کړې وه، او اوس ملخان، ان ځوان ملخان، د لومړي او دویم عمر او ان بالغ ملخان دلته راغلي او هر څه یې له ځان سره وړي دي. دا د یوې کورنۍ خواړه برابروي، د یوې کورنۍ عاید د اوس او راتلونکو څو میاشتو لپاره له منځه تللی دی.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازی دغه راز ټینګار کوي چې پر کرنیزو ځمکو د ملخانو د یرغل د مخنیوي لپاره باید لا زیاتې هڅې وشي.
ریچارد ترنچارد زیاته کړه: « د مراکش ملخان د نباتاتو لپاره یو له لویو نړۍوالو ګواښونو دي. او دلته موږ زرګونه نوي زیږیدلي ملخان چې یوازې یوه اوونۍ یا دوه اوونۍ عمر لري لیدلای شو، چې کولای شي په ورځ کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ مټره ځای تر خپل پوښښ لاندې راولي. دا غنم دي چې اوس په بشپړ ډول له منځه تللي دي او له همدې امله ډېره مهمه ده چې دلته د کرنې وزارت او PPQD چې د نباتاتو د ساتنې مدیریت پرغاړه لري، یو لوی کمپاین پیل کړي، څو د افغانستان شمال چې حاصل خېزه سیمه ده، له دغه نه باورېدونکي ګواښه خلاصون ومومي.»
له دې سره سم، یو شمېر ځایي کروندګر وايي، د ملخانو د یرغل له امله یې کابو ډېری کروندې لمنځه تللي دي.
کندز کې کروندګر، محمد ابراهیم و ویل: « وګورۍ دې خوا کې مې چې غنم کرلي و ملخانو یې په خوړلو پیل وکړ، هیڅ نه دي پاتې. ملخان یې چې پاڼې وخوري نو اوس یې وخت دی موږ ته څه نه پاتې کیږي.»
دغه کروندګر له مرستندویو بنسټونو او مسوولینو غواړي، چې د ده د کرنيزو ځمکو د نور تخريب په مخنيوي کې ورسره همکاري وکړي.
هغه طلوعنیوز ته زیاته کړه: « دلته مې شل جریبه ځمکه کرلې، ۱۱ جریبه یې خرابه شوې او یوازې ۹ جریبه پاتې. غنم مې کرلي و. که دا فصل تېر شي نو زه به د کور لګښتونه څنګه پوره کوم.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د مالوماتو لمخې، افغانستان اوس مهال یو بې وزله هېواد دی او د اغېزمن شوي اقتصاد له امله په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک د ژوند کولو لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.